نړۍ

چارسده کې وسلوالو پر محکمې ډله ایز برید کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۳، ۱۳۹۵ل):د خیبرپختونخوا په چارسده ښار کې ۳ وسلوالو پر یوې ځايي محکمې ډله ایز برید کړی چې له امله یې د پاکستاني رسنیو او چارواکو په وینا تر اوسه ۵ کسان وژل شوي، د پولیسو او وکیلانو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په وژل شویو کې یو وکیل ښودل شوی او پاته څلور ملکیان دي.

چارواکي وايي چې بریدګر ۳ کسان وه چې په درنو وسلو، چاودېدونکو واسکټونو، او لاسي بمونو سمبال وه، چې په وینا یې درې سره خپل هدف ته تر رسیدو مخته ووژل شول.

د پاکستاني رسنیو په وینا د پاکستاني وسلوالو جماعت الاحرار ډلې ددغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x