fbpx

د جنازې خبرتیا: دیني عالم مولوي عبدالستار صدیقي د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات شو

دجنازي اعلان

موت العالِم موت العالَم

د اسلامي امت یو بل ځلانده ستوری راپرېوت!!!

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد نومیالی دیني عالم، جهادي اوسیاسي شخصيت، شيخ القرآن والحديث مولوي عبدالستار صديقي صاحب د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې، له مالک حقيقي سره وصل شو.

انالله واناالیه راجعون

د مرحوم د جنازې لمونځ به نن د سه شنبي په ورځ په ۴ بجو د هجرت دیار پاکستان د پیښورچارسده روډ لنډی سرک د ملټي فارم سره نیږدي اداکېږي.

د اړیکو شمېره: 03439873367

د يادونې وړ ده چې مرحوم صدیقي صاحب رحمه الله په دې سربيره چې یو جید دیني عالم اوروحاني هستي وه، زبده لیکوال او شاعر هم و.

نوموړي د داؤد خان په دوره کې د نداى حق د اسلامي اخبار د امتياز خاوند، د نورالمدارس د مدرسې استاد، د خدام الفرقان منشي، د جهاد په مهال د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مرستيال، د سترې محکمې مرستيال، د عدلې وزارت د مرستيال په توګه خدمات تر سره کړي دي، همداسې مرحوم ګڼ کتابونه تصنيف کړي، چې ځني چاپ او ځيني هم ناچاپ ترې پاتې شول.

د لوی څښتن تعالی له درباره نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ، دوستانو، د حق د لارې پلویانو ته یې د صبر جمیل غوښتونکی یم!

اروا یې ښاده او یاد تل

إنا لله وإنا إليه راجعون

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

واقعاچې دمحترم مولويصاحب مرګ ډيرخواشنونکی دی دوفات په په خبريداسره يې ډيرغمجمن کړو حتی سترګي موله وښکوډکي شوي خوچون دالله تعالی قضادی دالله تعالی په قضاموږراضي يومحترم مولويصاحب ډيرمشفيق دقيق عالم سياست پوه دجهادحامي ووډيرخدمتونه يې دالله تعالی په لاره کي کړي وو اودافغانستان يولويه هستي وه خصوصادغزني ولايت لپاره دده په وفات سره يوه لويه خلارامنځ ته شوه الله تعالی دي دده کراماتوپه وجه راپوره کړي کورني ته يې له الله تعالی څخه صبرجميل اجرعظيم غواړوموږپه غم کي ورسره شريک يوالله تعالی دي مرحوم په خپل رحمت سره ونازوي الله تعالی دي دانبياؤعليهم الصلوة والسلام په وارثينوکي شماراوفردوس جنت… نور لوستل »