افغانستان

د کندهار شورابک ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۳، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت شورابک ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې.

له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د نوموړې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ په بشپړه توګه پریښي او ودانیو ته یې اور ورکړی.

یاده ولسوالۍ له ډیره وخته د طالبانو تر محاصرې لاندې وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د شورابک ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي چې د مرکز او امنیه قومندانۍ په شمول د ولسوالۍ ټولې سیمې د دوی ځواکونو نیولي دي.

تر اوسه د کندهار سیمه ییزو او دولتي چارواکو د دې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x