دیني، سیرت او تاریخ

رښتیا او درواغ – لیکوال : نثار احمد صمد

الله تعالی په قرآن کی د مؤمن د اساسی خاصیتونو په هکله داسی فرمایی : « اې مؤمنانو ! ولی هغه څه وایاست چی پخپله یې نه کوﺉ ؟ د الله په نزد تر ټولو متنفر شی دا دی چی هغه څه چی وایاست خو کوﺉ یې نه . » ( الصف : ۲ ـ ۳ )

د رسول الله (ص) څخه وپوښتل سوه چی « آیا یو مؤمن بد بخت کیدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن ډارن او بې زړه کیدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . او بیا ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن درواغجن کیدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی یا . »

په بل روایت کی راغلي چی یو سړی د رسول الله (ص) حضور ته ورغی او داسی یې ورڅخه وپوښتل : « اې د الله رسوله (ص) ! زه په حقیقت کې په پټه درې ګناهوي کوم : یعنی شراب څښم ، زنا کوم او درواغ وایم . نو راته ووایه چی د دغو څخه کوم یو یې ترک او خوشی کړم ؟ ورته ویې فرمایل چی : درواغ پرېږده . سړی هم ولاړﺉ ، او وروسته یې زنا ته شوق وسو خو د ځان سره یې فکر وکړ چی زه به د رسول الله (ص) حضور ته ورسم او هغه به راڅخه وپوښتی چی آیا زنا دې کړې ده ؟ که زه ورته ووایم چی هوکې ، نو هغه به سزا راکړی . او که ورته ووایم چی یا ، نو خپله ژمنه به می ماته کړې وی یعنی درواغ به می ویلی وی . ځکه یې نو د زنا څخه ډډه وکړه او د شرابو په باره کی یې هم کټ مټ ځان راټول کړ . وروسته د رسول الله (ص) حضور ته راغی او داسی یې ورته وویل : اې د خدای رسوله (ص) ! ما اصلأ درې واړه کارونه ترک کړل . »

هو ، نو آیا دا ثابته نه سوه چی درواغ د هری ګناه او بد کار ریښه ده او هغه د نورو ګناهونو رهبر دی ؟ موږ او تاسی به هیڅکله د درواغجن په نسبت بل داسی خوار او بدمرغه انسان و نه وینو . روایت دی چی درواغ د ټولو ګناهونو مور ده . بې ایماني د درواغو تر ټولو شدید ډول دی ، ځکه چی هغه پر الله (ج) درواغ وایی . همدا علت دی چی په اسلام کی درواغ هیڅ ځای نه لری او درواغجن د خدای دښمن دی . نو الله دی هغه کسانو ته نجات ورکړی چی په دغه مزمنه ناروغي مبتلا دي او متباقی دی الله له دې وجداني پستۍ او نا آرامۍ څخه وژغوری .

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ لومړی ټوک ـ ۲۰۱۲ ) ؛ ۱۹۸ ـ ۱۹۹ مخونه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x