
لاریون: د زابل خلکو د بسم الله افغانمل د لیري کېدو غوښتنه وکړه / ويډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۳، ۱۳۹۵ل): د زابل ولایت په مرکز قلات ښا کې په لسګونو خلکو لاریون وکړ او د ګډحکومت د مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه چې ددغه ولایت والي بسم الله افغانمل له خپلې دندې ګوښه کړي.
په لاریون راوتلیو خلکو د زابل والي افغانمل په فساد کې ښکېل وباله او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.
دوی همداراز وویل چې والي بسم الله افغانمل له خپل صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د قومونو تر منځ نفاق اچوي
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان هم په دغه لاریون کې ګډون کړی وو، نوموړي وویل چې د زابل ولایت په ټولو ادراو کې فساد اوج ته رسیدلی دی، د ولایت مقام، ښاروالي، معارف، انکشاف او نورو ټولو ادارو کې فساد اوج رسیدلی دی، د زابل والي او ښاروال دواړه په فساد شریک او د فساد په مهارولو کې پاته راغلې دي.
هغوی ګواښ وکړ که چیري ددوی غږ وانه وریدل شي، دوی به د کندهار کابل لاره د ترافیکو پر مخ وتړي.