نظــر

د یرغلګرو له برکته – دوهمه برخه

له دې خبري انکار نشي کېدای چې د یرغلګرو له راتګ سره په افغانستان کې په دیارلسو کلنو کې د رسنیو شمېره توقع نه ډېره زیاته شوه، د سیما CIMA (Centre for Internatioal Media Assistance) د تازه خپاره شوي راپور لمخي په افغانستان کې تر دې دمه ۷۵ ټي وي چېنلونه، ۱۷۵ ایف ایم رادیوګاني او په سلګونو چاپي رسنی په کار لوېدلي دي. د دې خبري په تائید سره انګلیسي ورځ پاڼي Daily Outlook Afghanistan د رسنیو په اړه په خپل راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ په دومره کمه موده کې د ډېرو هیوادونو په پرتله حیرانونکی دی.

رسنی د ننی موډرني نړۍ په چارو کې ډېره پراخه ونډه لري، ویل کیږي چې کله اردو د یوځای له نیولو څخه بې بسه شي هغه ځای رسنی په ډېره اسانی سره قبضه کولی شي ځکه چې اردو یوازي زمیني جګړه کې بری موندی شي خو له بلي خوا رسنی فکري عقیدوي او کلتوري جګړه ډېره په اسانی سره ګټی شي. همدا لامل دی چې یرغلګرو په افغانستان کې تر بل هر څه د رسنیو له لاري ډېري هلي ځلي کوي. لکه څنګه چې د سیما راپور زیاتوي چې ډېري رسنی دم ګړی لا د امریکا په مالي مرسته چلیږي.

زیاتره رسنی داسي برنامې خپروي چې د افغانستان له خلګو سره هیڅ عقېدې او کلتور تړاو نه لري. د بېلګي په توګه د طلوع تلوېزون د افغان ستوري(Afghan Star) او د هند د ډرامو سریالونه، د لمر تلوېزون د هند د ډرامو سریالونه او د اریانا تلوېزون د ستاره رنګین(Color Star ) برنامې په پراخه کچه په نوي نسل کې مقبولي شوې چې اغیزي یې په ځوانانو او په ټولنه له ورایه څرګندي دي. لدې سره سره د ترکیې د ډرامو سریالونه په ډېره پراخه کچه په نوي کل کي کتل کیږي، له همدې امله په کابل کې د طلاق شرحه تر لمخه ډېره زیاته شوېده. په عامو خلګو کې د تفریح شوق اړتیا نه زیات ډېر شوی دی، تر ټولو بده خبره خو له دا ده چې ډمتوب ته یې د هنر زیبا نوم ورکړ، او هغه کار چې مخکي به افغانانو کې شرم ګڼل کېده وس د رسنیو له امله یې نوي ځوانان د ځان لپاره افتخار بولي. همدارنګه د نکاح تصور بې اهمیته کول او په ځای یې د لوېدیځ ګرل فرائنډ(Girl Friend) غوندي غیر شرعي،فحش راوج خورول. خلګ د معنویت په ځای مادیت ته رابلل، یعني د خلګو په ‍‍‌ذهنو کې د ګاډي، کور او… اهمیت دومره حد ته ډېرول چې په ټولنه یې نوري هم بدي اغیزي پاته شي، د ځوانانو په ذهن کې مشران او د هغوی رایي ته په درنښت نه کتل او په فکر کې دا ناروغي ورپیدا کول چې موږ په هرڅه پوهیږو او د مشرانو وس وخت تېر شوی دی وس یې رایي او نظر ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.  د خلګو په ذهن کې دیني تصورات په ورو ورو بې اهمیته کول او هغوی ته په سپک نظر کتل لکه ملا، عالم، پګړی، ږیره …….  

د زیاتره چېنلونو مالي مرسته د داسي ادارو او خلګو له لوري تر سره کیږي چې د افغانستان له خلګو سره یې عقیدوي او کلتوري اختلاف له ورایه څرګندیږي. د بېلګي په توګه طلوع تلوېزون، لمر تلوېزون، فارسي۱ تلوېزون او ارمان ایف ایم،ارکوزی ایف ایم مالک موبي ټولنه (Moby Group) ده  چې مالي مرسته يې د ایران محسیني کورنی له لوري کیږي. اریانا تلوېزون د امریکایانو او افغانانو لخوا په ګډه چلول کیږي. خراسان تلوېزون خو لا خپروني له امریکا کوي.

ایا دومره ډېرو تلویزوني چېنلونو ته اړتیا شته؟ ایا په افغاني ټولنه یې تر وسه مثبتي اغیزي ډېري دي که منفي؟ ایا تفریحي برنامو ته له اړتیا نه زیاته توجه کول ډېره اړینه ده؟ ایا موجوده رسنی د افغاني ټولني عقېدوې او کلتوري اصولو ته وده ورکوي او که بالعکس د بدلولو هڅه یې کوي؟ 

محمود احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x