زخمي وطن/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

ته چې د ښكېلا ک په توغنديو لګېدلى يې
زما زخمي وطنه ټول په سرو وينو لړلى يې

ګرانه په ټټر دې ډېر بې شمېره پرهرونه دي
زه دې بلا واخلم ته بې حده دردېدلى يې

چا دې چنارونه چا دې سروي چا نښتر يوړل
ډېرو بې غيرتو په پردو باندې پلورلى يې

سره او سپين ګلان دې په ناترسه رژوي هر څوک
اخ د وحشتونو خزانونو تل وهلی يې

هر يو يرغلګر دې پر سينه ايښي داغونه دي
تل په كروز راكټو او بارودو سوزېدلى يې

ستا اصلي بچيانو پر تا وينې قربان كړي دي
تل د سر په بيه ننګيالو زلمو ساتلى يې

اى د ( فيضاني ) د سترګو توره خدای دې ګل لره
ځار دې شم ميهنه ته له ټول جهانه ښكلى يې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.