افغانان پہ پاکستان کی – او د خروټ اباد واقعه
تېره ورځ دپاکستان دکوټي په يوه مشهروه ورځپاڼه ( جنګ ) کي راغلي وچې دقانون دقانون دتنفيذدمجبوريت له مخي دپاکستان حکومت فيصله کړي ده چې دبهرنيانودلټون له پاره په کوټه کي کورپه کورتالاشي وکړي اودهغوپه ضد له سختوله اقداماتوڅخه کارواخلي. داخبره دخروټ اباد دواقعې په تعقيب شوي ده.
له دې نه ښکاري چې که چېرته دپوليسوياپوځيانوپه ګوتوهغه څوک چې قانوني اسنادپه لاس کي ونه لري له هغسي سلوک سره به مخ کېږي څنګه چې په خروټ ابادکي وليدل شول په داسي حال کي چې په لوړتعدادکسان له قانوني اسنادوڅخه بې برخي دي.
په افغانستان کي هم هغوئ ته موقع مساعده نه ده چې لاړشي، دوطن جوړونه خوهلته پرېږدوهغوئ دخپل ځان اوبچودکفايت وس نه لري. داډېره جدي موضوع ده حتمابايدتوجه ورته وشي. ګني يوواربيابايدواضح کړم چې ددې بې وسواومظلوموافغانانوسر، مال اوناموس له داسي خطرسره مواجه دی چې بيابه يې شايدڅوک بازخواست هم ونه شي کړای.
هيله ده داغږدبااثره اوبانفوذه افغانانودزړه غوږته ورسېږي.
مننه
دکوټي يواسېدونکی