ټولنیزه برخه

عبدالرحمان السمیط، مسلمان دعوتګر چي د میلیونونو انسانانو د ایمان راوړلو جوګه شو

د سترو مسلمانو لړۍ:

راټولونه او ژباړه: عبدالرافع مېلمه

نیټه: ۱۳۹۵، کب، ۲

ښايي د عبدالرحمن السمیط نوم مو اوریدلی نه وی، نوموړی اسلامي دعوت ګر چي د خپل عمر ۳۰ کاله یی اسلام ته د دعوت په لار کي تیر کړي او ډیری افریقايی قبائل يي د اسلام په مبارک دین مشرف کړي، او د همدي مومن او مسلمان د هڅو او زیار ثمره د نړۍ په بیلابیلو هیوادنو کی له ۱۱ میلیون څخه د ډیرو انسانانو مسلمان کیدل دی.

عبدالرحمن السمیط د کویټ هیواد په یوه دینداره او علمي کورنۍ کی په کال ۱۹۴۷ زیږدیز کي نړۍ ته سترګي غړولی، لومړنۍ زده کړي یی په کویټ هیواد کي سرته رسولی، او وروسته د بغداد پوهنتون د داخلی جراحي په برخه کي لوړي زده کړي پیل کړی.

په کال ۱۹۷۴ کي د انګلستان د لیورپول پوهنتون څخه په همدی څانګه کي ماسټری ترلاسه کړه او د دکترا د اخستلو لپاره کاناډا هیواد ته ولاړ او په پای کي د ماتجل په پوهنتون کي د داخلي ناروغیو په څانګه کي په دکترا او تخصص اخستلو بریالی شو.

نوموړي وايی: ۵ کاله چي په کاناډا او ۳ کاله په بریطانیه کي اوسیدم هیڅ کله رستورانت ته نه یم تللي ویره مي درلوده چي د رستورانت غذا به حرامه یا په اسلامي طریقه نه وي جوړه شوي، او بله داچي ځیني خلګ به وګوری چي بڼه به يي ستا د ګمرا هي سبب شي.

د زده کړو پای ته رسولو وروسته يي خپل ډیر وخت د خیر او دعوت کارونو ته وقف کړ، او د نه ستړیدونکو هلوځلو له کبله د غټو نړیوالو جایزو په اخیستلو بریالی شو لکه د ملک فیصل جایزه ( یوه نړیواله جایزه ده چي د سعودی دولت له خوا هر کال نامتو او سترو داعیانو ته ورکول کیږي چي ۷۵۰ زره عربستاني ریال دی) نوموړي همدا پېسې د افریقایی ماشومانو تعلیم ته وقف کړی. چي د ډیرو افریقایي ماشومانو د زده کړی لامل شوی او پوهنتونونو ته یي لاره پیدا کړه، چي اوس مهال له هغوی څخه ډیری یي په خپلو ملکونو کي د هیواد او اسلام په چوپړ بوخت دی.

عبدالرحمن السمیط د دعوت په دی ۳۰ کلنه موده کي له ډیرو ستونزو سره مخ شوی، او له ډیرو هیوادونو بهر شوی او یا په قتل تهدید شوی ده. او همدارنګه په بیلابیلو هیوادونو لکه موزامبیک، کنیا او زیمبابوی کي د افعی مارانو له خطرناکی حملي او له بلي خوا د خطرناکو مچانو او غوماشو له نیښ سره مخ شوی چي الله ج له همدی ټولو افتونو څخه ساتلی او خپلي پاکي بلني ته يي دوام ورکړی وو.

نوموړي د خپل دیني دعوت لپاره ډیری هیوادونو ته لکه د شمالی قطب سیمي، افریقایی هیوادونه او ځیني اسیايي هیوادونو ته سفر کړی او د همدی سیمو ډیری خلګ يي د اسلام په مبارک دین مشرف کړي. او همدارنګه همدا مینه ناک بلونکی اسلام ته د رابللو په خاطر څو ځلي په بند هم محکوم شوی ده.

عبدالرحمن السمیط کولای شوای چي په طبابت کي ډیره دنیا لاس ته راوړي له خپلي میرمن او خوږو اولادونو سره آرام او هوسا ژوند وکړي، لاکن د الله ج په خاطر يي د افریقايي هیوادو په لوري د سفر غوټه وتړله تر څو خلکو ته د اسلام د مبارک دین پیغام ورسوي او هغوي د رحمت له همدي دین سره آشنا کړي چي په نتیجه کي یی له ۱۱ میلیونه څخه ډیر خلګ مسلمان کړل.

دی پاک او سپیڅلي مبارز په دیره میړانه وحشتناکه ځنګلونو او خطرناکو نامعلومو افریقایي ځایونو ته د دنیا له همدی پاني خوشحالیو او راحت طلب ژوند څخه ترجیح ورکړی وه او په همدی دوره کي يي ډیر با ارزښته فعالیتونه پای ته ورسول او ډیري لاسته راوړني یي درلودې چي نړیوال ملکونه يي په پوره کولو کي عاجز دی. چي له همدې جملي څخه:

– په افریقا کي د ۵۷۰۰ مسجدونو جوړول.

– د څښاک د اوبو لپاره د ۹۵۰۰ څاګانو کیندل.

– د ۸۶۰ دیني مدرسو بنسټ.

– د ۲۰۴ اسلامي مرکزونو بنسټ.

ـ له ۱۵۰۰۰ څخه د زیاتو یتیمانو سرپرستي چي د هغوي خواړه، تعلیم او تربیه يي ټوله په غاړه اخیستې وه.

شیخ عبدالرحمن السمیط د افریقا خلګ داسي را پیژني: دا فقیر ملت د اسلام په اړه غلط پوه شوي وو، او باید پوه شو چي اهل تنصیر (مسیحي تبلیغانو او کشیشانو) څنګه د خپل لاس اله ګرزولي وو.

ښاغلی زیاتوي: له افریقایانو مي پوښتنه وکړه چي ستاسو دین څه ده؟ ویي ویل شکر خدایه موږ مسلمان پروتیستانت یو؟! حیران شوم! پوښتنه مي وکړه ، څنګه مسلمان پروتستانت یاست؟! ځواب يي راکړ: پلرونو مو راته ویلي وو چي موږ مسلمان یو لاکن هیڅ په مسلمان کیدلو نه پوهیدو حتي نه پوهیدو چي څنګه لمونځ وکړو ‎، څنګه روژه ونیسو، ترڅو مسیحي پروتستانت راغلو، خدای دي خیر ورکړي موږ ته يي راوښودل چي څنګه لمونځ وکړو او څنګه روژه ونیسو او موږ ته يي کلیساوي جوړي کړې او انجیل يي هم هدیه راکړو.! چي دوي ته يي لمونځ او روژه غلط ورښودلي وو.

شیخ دوکتور عبدالرحمن السمیط د ۱۴۳۳ هـ ق کال د صفری د میاشتي په ۱۴ نیټه د یکشنبي په ورځ د ورپیښي ناروغي له کبله دا پانی نړۍ د ابدي ژوند په لور پریښوده. ښا غلي سمیط یو عادي ډاکټر نه وو، بلکي د خپلو ناروغانو له هر حال لکه اقتصادي، کورنې، روحي او اجتماعي وضیعت څخه ځان خبراوو او د حل هڅه یي کوله.

رسول الله (ص) فرمایلي: که څوک یواځي د یو سړي د هدایت سبب شي د ده لپاره بس ده او اجر يي تر دنیا او په دنیا کي تر شته مخلوق ډیر ده. نو د شیخ عبدالرحمن السمیط ۳۰ کاله هڅه او زیار د میلیونونو انسانو د مسلمان کیدلو سبب شوي او د نني نړۍ د رحمت یوه معجزه وه د همدی هڅو او زیار له کبله دی الله ج د نړۍ په ټولو مسلمانانو رحم وکړي او الله ج دی موږ ته مغفرت وکړي.

تقبله الله الخدمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close