ایا د طالبانو د قطر دفتر به د ولسمشر غني په غوښتنه وتړل شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس ولسمشر غني له قطري چارواکو څخه غوښتي چې که طالبان تر راتلونکي پسرلي پوري د سولې خبرو ته حاضر نه شي باید په قطر کې د هغوی اړوند سیاسي دفتر وتړل شي.

نوموړي دا غوښتنه د قطر هيواد، د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني څخه په المان کې د مونیخ تر غونډې وروسته کړې.

له ولسمشر غني څخه په ګډ حکومت کې تر مشر کیدو وروسته د افغانانو او نړیوالو دا هیله وه چې نوموړی به د یوه وړ او سوله خوښوونکي شخص په توګه تر بل هر څه د سولې د ټینګښت لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.

خو د ولس د توقعاتو پر خلاف نوموړي د خپلو کاري فعالیتونو پیل له یو لړ داسې کارونو څخه وکړ چې هغه په هیواد کې د جګړو او نا امنیو د لا تشدید او ډیریدو لامل شول.

د دغو هڅو له جملې څخه د امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول، د سیاسي بندیانو اعدامول ، له ملګرو ملتونو څخه په تورلیست کې د طالبانو د اوسني مشر مولوي هبة الله د نوم شاملولو مطالبه ، په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په زیاتوالې ټینګار او همدا اوس له قطري چارواکو څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا ولسمشر غني دا صلاحیت لري چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي؟

د طالبانو لپاره په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل تر ټولو وړاندې خپله د امریکایانو یو ضرورت و چې د قطرې چارواکو په وسیله عملي شو.

یواځې ولسمشر غني نه دی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بندولو غوښتنه کوي؛ بلکې تر ده وړاندې پخواني ولسمشر کرزي هم دا هڅه کړې ، تر دې چې د دفتر د پرانیستلو په ورځ یې د هغه د پاسه د کلمه لرونکي بیرغ له ځوړنده ولو سره کلک مخالفت وکړ.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر شتون د امریکایانو یو ضرورت دی، ولسمشر غني که ورباندې خوښ او که ناخوښ وي دا دفتر به تر هغو پوري پرانستی ساتل کیږي تر څو د امریکایانو ضرورت نه وي رفع شوی.

د قطر دفتر د پرانیستلو له اساسي لاملونو څخه یو هم د طالبانو او امریکا تر منځ د جنګي بندیانو تبادله ده چې په امریکايي اسیر افسر بوبرګدال باندې پیل او لا هم دوام لري.

هغه څه چې اوس هم له طالبانو سره د بندي امریکایانو د تبادلې په اړه د همدې دفتر له لوري جریان لري پر هغه نه ولسمشر غني خبر دی او نه یې هم نور کشفي او استخباراتي اورګانونه ؛ ځکه خو ښاغلی غني یاد دفتر ته په هغه اهمیت نه دی قائل په کوم چې امریکایان ورته قائل او د شتون ضرورت یې احساسوي.

چې له طالبانو سره د بندي امریکایانو او نورو بهرنیانو د موجودیت او ضرورت له امله فکر نه کیږي ولسمشر غني دي په خپل صلاحیت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په تړلو بریالی شي.

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    دقطرچارواکی پدی نه پوهیږی اوتجسس به یی نوی کړی چه افغانستان یواسلامی ملک دی دمملکت نماینده ګان باید مسلمانان وی نه ملحدین نوطالبان خواصلی دملک خاوندان دی حکومت خودکفاروتپل سوی نماینده دۍ- که قطریوخپلواکۍ مملکت وی دفتر تړل خوڅه کوی باید دافغانستان موجوده حکومت دیواسلامی ملک په صفت په رسمیت ونه پیژنی

  2. طالبان د امریکایانو له خوا ورته شوول شوی دفتر اوس هم نه کاروی ، دفتر هغوی ته په اوایلو کی څه ناڅه اهمیت درلود اوس خو طالبان نه یواځی هیوادوالو بلکه نړیوالو حتی همدغه اشغالګرو او د هغو غلامانو په رسمیت پیژندلی ، د دوه لویو جنګی هیوادو په شان ورسره د بندیانو جنګی تبادله کوی ، هغوی ورته د سولی ننواتی کوی نور هیوادونه ورته واسطه کوی طالبان یی د خبرو کولو جوګه هم نه ګڼی باور نه ورباندی کوی .
    قطر دفتر د کابل غلامانو او بادارانو ته اهمیت لری چه طالبانو ته یی ننواتی ورسیږی یوڅوک هلته شته چه د طالبانو نمایندګی کوی . که دغه کسان له هغه نمایندګی لیری شی بیا خو به طالبانو پسی د اسمان ستورو کی ګرځی ؟
    بله مهمه خبره دا ده:
    طالبان پوه شوی چه د کابل غلامان او باداران رشتینی سوله نه غواړی ، که یی غوښتلی له اوله به یی جنګ نه شروع کوو د هغوی جنګ تصادفی نه وو ، حتی د جنګ پیلولو د پاره یی د سپتمبر فاجعه مصنوعی جوړه کړه ، څه پیښ شو چه اوس سوله وکړی، هغوی هغه اهدافو ته نه دی رسیدلی دکوم د باره چه یی د سپټمبر په فاجعه کی خپل زیات و کم دری زره بی ګناه او بی دفاع امریکایان تلفاتو کی ورکړل او د هغو د غچ اخستنی په پلمه یی په لسهاوو ررو نور غریب امریکایان پری ووژل ، ناحقه یی غریبان امریکایان او اروپاییان بری تباه کړل .
    طالبان خو د خپلی خاوری ، خلک ، خپلواکی او دین دفاع کوی ، دا د هر ژوندی موجود سپیڅلی حق دی ، که یی وګټی او که یی ونه ګټی تسلیمیږی نه ، که خدای ناخواسته ناکام هم شی ژوندی نه تسلیمیږی ، تر څو چه اخرین رښتونی افغان ژوندی پاتی وی مقاومت به دوام لری او که یی وګټی نو د خپلی خاوری ، خلکو خپلواکی به یی تر لاسه کړی وی ، سولی ته څه اړه لری ، او هغوی پوهیږی چه دا ستونزه له جنګه غیره نه حل کیږی بیا د قطر دفتر ورته څه اهمیت لری .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.