پرویز مشرف: د افغانستان استخبارات د هندوستان په لاس لوبیږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د پاکستان پخواني ټولواک ولسمشر جنرال پرویز مشرف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان د استخباراتو اداره «ملي امنیت» د هندوستان د لاس آله ده او د هغوی لپاره د پاکستان پر ضد لوبیږي.

نوموړي د یوه پاکستاني تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان استخبارات په پاکستان کې د ملکي او پوځي اهدافو پر ضد د هندوستان په اشاره بریدونه پلانوي.

نوموړي وویل: «د ضرب عضب عملیاتو په قبایلي سیمو کې د هغو تروریستانو کمپونه له منځه یووړل چې د هندوستان استخباراتو د افغان ملي امنیت څخه په ګټه اخیستنه د پاکستان پر ضد کارول تر څو په پاکستان کې امنیت زیانمن کړي».

نوموړي دغه خبري داسي مهال کوي چې د پاکستاني وسلوالو ډلو او داعش له لوري په سنده، لاهور او خیبرپختونخوا کې چاودنو او هدفي وژنو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او پړه یې پاکستان پر هغو ډلو اچولې چې په وینا یې له افغانستان دننه څخه پلانونه جوړوي.

پرویز مشرف یو وخت ویلي وه چې پاکستان او هندوستان په افغانستان کې په نیابتي جګړه بوخت دي او دواړه دښمن هیوادونه د افغانستان څخه د جګړې د ډګر په توګه کار اخلي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په جواب کې دغه هیواد د افغانستان سره سرحدونه او پولي تړلي دي او پر تګ راتګ یې کلک بندیز لګولی دی چې له امله یې ددواړو هیوادونو تر منځ تجارت او د خلکو تګ راتګ سخت زیانمن شوی دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.