نړۍ

څلور امریکايي سیاحان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د یوې الوتکې غورځېدو په پيښه کې څلور امریکايي سیاحان او یو پیلوټ وژل شوی دی.

پيښه د اسټرالیا هیواد په ملبورن کې هغه وخت را منځته شوه کله چې یوه کوچنۍ الوتکه د ملبورن په ښار کې پر یوه مارکیټ را نسکوره او د اور لمبه شوه.

د پولیسو په وینا د الوتکې د را غورځېدو پر مهال مارکیټ تړلی وو، په پيښه کې یوازي د الوتکې عمله او سپرلې ووژل شوه.

په اسټرالیا کې د امریکا سفارت تایید کړې چې د الوتکې سپرلي څلور تنه امریکايان وه چې د رخصتیو تیرولو په موخه اسټرالیا ته راغلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x