افغانستان

افغانستان په هره کچه د پاکستان سره استخباراتي همکاري ته امادګي وښودله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼي د خبر سره سم د افغانستان یوه امنیتي جګپوړي چارواکي د پاکستان او افغانستان تر منځ دخبرو اترو غیر رسمي پلاوي ته ویلي چې افغانستان په هره کچه د پاکستان سره استخباراتي همکاري ته اماده دی، که پاکستان په دې اړه خبرو ته امادګي وښيي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان جګپوړي امنیتي چارواکي د پاکستان پلاوي ته دغه خبره په کابل کې په یوه غیر رسمي ناسته کې وکړه او وې ویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ د استخباراتي اړیکو او همکاريو نوې لړۍ د تیري میاشتي جنوري پر لسمه باندي د کندهار، هلمند او کابل د بریدونو له امله وځنډېدله. په دغه بریدونو کې د امارات پنځه دیپلوماټانو په ګډون په لسګونو جګپوړي چارواکي او امنیتي مسؤولین ووژل شول او یو شمېر یې نور ټپیان شول.

سرچینه وايي چې د افغانستان چارواکي داسي مهال دغه خبري پاکستاني پلاوي ته کړي چې په پاکستان کې د وسلوالو په بریدونو کې تر سل زیات کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شوي دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر هغو ډلو اچولې چې په وینا یې د افغانستان له دننه څخه فعالیت کوي.

د سرچیني په وینا افغان امنیتي چارواکي د تیري دوشنبې په ورځ د «سرحدونو هاخوا» په نامه غونډه کې د ګډون پر مهال وویل: «مونږ چمتو یو چې د پاکستان سره ژوره استخباراتي همکاري ولرو، مونږ ښه ماحول ته اړتیا لرو، مونږ یو له بل سره تعامل ته اړتیا لرو، یوازي لیدني او یو بل ته لاسونه سره ورکول پایله نه ورکوي، صادقانه او اغیزمنې ښکېلتیا ته اړتیا ده تر څو ددواړو لوریو تر منځ بې اعتمادي له منځه یوسي».

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني په کال ۲۰۱۵ کې وروسته تر هغه د پاکستان سره د استخباراتي همکاري تړون د موقت وخت لپاره وځنډوی کله چې دغه تړون پر رسنیو رسوا او په پراخه کچه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پارلمان د غړو په ګډون پر ټولنیزو پاڼو د افغانانو له لوري وغندل شو، چې په هغه وخت کې رسنیو دا خبر هم ورکړ چې د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل یې د امضا کولو څخه انکار کړی وو.

رحمت الله نبیل وروسته د ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان سره د اړیکو پر سر د شدید اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا وړاندي کړه.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو له امله د دواړو هیوادونو تر منځ پوله تړل شوې او پاکستان د افغانستان پر سرحدي سیمو د وسلوالو د ځپلو په پلمه بمباري پیل کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x