نړۍ

اسرائيلي تلویزون: امارات پر غزه باندي نوی برید تمویلوي

نن ټکی آسیا: ځینو خبري سرچینو ویلي چي د اسرئیل رسمي تلویزون دوهم نمبر چینل ویلي چي متحده عرب امارات موافقه کړې تر څو پر غزه باندي د اسرائیلو نوی برید تمویل کړي، او هلته په فلسطین کي د غزې په تړانګه باندي عسکري عملیات تر سره کړی، او د واکمني ډلي حماس بیخ له غزې وباسي.

 

د دغه تلویزون خبریال چی امارات ته د اسرائیلي وزیر سلفان شالوم د تګ په اړه ډیر معلومات لري، ویلي چي امارات د اسرائیل سره په دې شرط چی د حماس ډله به بیخی له منځه وړي، خپل د کومک وړاندیز وکړ.

او زیاته کړې چي امارات به د اسرائیلي وزیر او محمد دحلان تر منځ د ملاقات زمینه هم په دغه هیواد کي برابره کړې، تر څو دواړه ملاقات وکړي، او پر غزه باندي د برید پلان وسنجوي.

محمد دحلان د الفتح ګوند یو فعاله مشر دی، چی په اړه یې ګمان کیږي چی د اسرائیلو جاسوس دی، او په دغه ګوند کي د هغوی له خوا ګمارل شوی دی.

باید وویل شي چي د متحده عربو اماراتو په هیواد باندي تور دی چی دوی په عربي نړۍ کي د اسلامي تنظیمونو په خلاف حکومتونه تقویه کوي، او هغوی سره مالي مرسته کوي، او په مصر کي د اخوان المسلمین د تنظیم حکومت هم ویل کیږی چي د همدې هیواد په مالي او سیاسي مرسته له منځه یو وړل شو، او همداسي په لیبیا، تونس، سوډان، او سوریا کي غواړي هر هغه حرکت ناکامه کړي چي د اسلام کلیمه پورته کوي.

په غزه کي د حماس واکمنه ډله د اخوان المسلمین د تنظیم څخه سرچینه اخلي، او فکر یې د اخوان المسلمین د فکر سره ورته والۍ لري، ځکه امارات غواړي چي د اسرائیلو هر هغه برید تمویل کړي چي دهغوی په خلاف تر سره کیږي.

امارات په خپل هیواد کي دننه هم ټول هغه اسلامي فکر والا عالمان او تجاران په بندي خانو کي اچولي، چی ددوی له نظره د اخواني فکر څخه متاثره وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x