نیکولسن د افغانستان او پاکستان څخه د خپل منځي جوړجاړي غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د ناټو ځواکونو مشر امریکايي جنرال نیکولسن د پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کړې چې په ګډه د «تروریزم» پر خلاف وجنګیږي او له خپل منځي تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ویاند جنرال چارلي کلیفلاند رسنیو ته ویلي چې جنرال نیکولسن د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره خبري کړي او په پاکستان کې یې وروستي خونړي بریدونه غندلي دي چې له امله یې تر سل زیات کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي چې ټوله هغه خبري نه شي رسوا کولای چې ددواړو جنرالانو تر منځ شوي خو جنرال نیکولسن پاکستاني اړخ سره خپله غم شریکي وښودله او ژمنه یې وکړه چې دواړه لوري به د «تروریستانو» پر ضد کار کوي.

جنرال کلیفلاند د هغه پوښتنې په جواب کې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي شخړو پر مهال به د امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون په رڼا کې څرنګه چلند کیږي، نوموړي وویل چې دا تړون د امریکا د سفارت له خوا شوی، باید په اړه یې له هغوی څخه پوښتنه وشي.

نوموړي همداراز په سرحدي سیمو کې د پاکستان له لوري د روانو عملیاتو او چمتوالي په اړه وویل چې په دې اړه دي د افغانستان د حکومت څخه پوښتنه وشي.

باید وویل شي چې پاکستان د افغانستان د ډیورنډ کرښې ته نیژدې د افغانستان او پاکستان اړخ ته عملیات پیل کړي دي او د الوتکو په واسطه بمبارۍ هم کوي چې له امله یې د سیمي خلک کډوالۍ ته اړ شوي دی او د پاکستان د پوځ په وینا یې زیات شمېر وسلوال وژلي دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.