زابل: لاریون کوونکو د کابل – کندهار لاره وتړله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د زابل ولایتي شورا د غړو په ګډون او بلنه د زابل ښاریانو په مرکز کلات کې د کابل – کندهار لویه لاره د اعتراض په توګه نن د ورځي وتړله.

لاریون کوونکو چې تېره ورځ یې هم په کلات ښار کې لاریون کړی وو، او د والي د لیري کېدو غوښتنه یې کوله، نن یو ځل بیا سړکونو ته را وتلې وه او خپل زوړ شعار یې بیا تکرار کړ.

دوی پرون هم ګواښ کړی وو چې مرکزي دولت دي ددوی چیغي واوري کنه د کابل – کندهار لویه لاره به د ترافیکو پر مخ وتړي.

تېره ورځ د زابل ولایتي شورا مشر عطاجان حقبیان او ددغې شورا نورو غړو په لاریون کې ګډون کړی وو او د زابل والي بسم الله افغانمل د لیري کېدو غوښتنه یې کوله او هغه یې د ښاروال په ګډون په فساد کې ښکېل او په قومي شخړو را پورته کولو تورن کړی وو.

دوی ویل چې ولسمشر دي ژر تر ژره د زابل والي له خپلې دندې ګوښه کړي ځکه چې نه یوازي د فساد په مهارولو کې پاتې راغلی دی بلکي خپله هم په فساد کې ښکېل دی.

بلخوا د زابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د زابل ولایتي شورا مشر او یو شمېر غړي يې د زابل والي سره شخصي دښمني لري ځکه چې په روان فساد کې ونډه نه ورته رسیږي.

د زابل ولایتي چارواکي وايي چې لاریون د خلکو حق دی، کولای سي چې د خپل دغه حق څخه هر وخت چې وغواړي استفاده وکړي خو امنیتي ادارو ته به له مخکې څخه خبر ورکوي تر څو یې هغوی امنیت ونیسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د