افغانستان

نورستان کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۹ تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د نورستان ولایت سیمه یېز چارواکي وايي ،چې د شنبې په ورځ ناوخته امریکايي بې پېلوټه الوتکې د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ډله باندې برید کړی دی.
د نورستان د امنیه قوماندان رسنیو ته د امریکايي بې پېلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو د ملکي تلفاتو په باب یې له څه ویلو ډډه کړې.

د نورستان امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني په وینا، په برید کې لږ تر لږه ۹ تنو طالبانو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښي په تړاو څه نه دي ویلي.
یاده دي وي، چې امریکايي الوتکو تېره اونۍ د پروان ولایت په سیاه ګرد او غوربند سېمو کې د ملکي خلکو پر کورونو ړنده بمبارۍ وکړې او په ترڅ کې يې د اتو ماشومانو ، ښځو او سپين ږېرو په ګډون شپاړس تنه بې ګناه هېوادوال تر تورو خاورو او کنډوالو لاندې او په خورا بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x