
افغانستان په چارسده کې پر محکمې برید په کلکو ټکو وغانده
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خیبر پختونخوا ایالت په چارسده ښار کې پر یوه ځايي محکمې ډله ایز برید په کلکو ټکو غندلی او د پيښي د قربانیانو سره یې خپله ژوره خواشیني او غمرازي شریکه کړې ده.
تېره ورځ په چارسده ښار کې ۳ وسلوالو پر یوې ځايي محکمې ډله ایز برید وکړ چې له امله یې د پاکستاني رسنیو او چارواکو په وینا ۷ کسان ووژل شول، د پولیسو او وکیلانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپيان شول.
ددغه برید مسؤولیت د پاکستاني وسلوالو جماعت الاحرار ډلې په غاړه اخیستی وو او د امنیتي چارواکو په وینا دوی وتوانېدل چې د زیاتو تلفاتو مخه ونیسي او ۳ بریدګر تر خپل اهدافو رسیدو مخکې ووژني.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د دغه برید شهیدانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلی روغتیا او شفا دعا کوي او د قربانیانو کورنیو د پاکستان اسلامي جمهوریت خلکو او دولت ته خپله غمشریکې او همدردي څرګندوي».
د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د «تروریزم» په مخنیوي کې ورسره ګډ عملي ګامونه اوچت کړي.