ځوان شاعر مسعود حميدي

له ځوان شاعر مسعود حميدي سره مرکه

مرکیال: زاهدالله خان کريمزی

مرکيال: زاهدالله خان کريمزی

مسعود حميدي د کندوز ځوان شاعر ، خبريال او د راډيوېي خپرونو تکړه ايډيټر دی. په نثر کې لنډې کيسې، ادبي ټوټي او تکل ليکي؛ خو شاعري يوازې په غزل کې کوي، د نويو شاعرانو ټولې غزلې د شوخې او عشقي وي؛ خو حميدي په خپلو غزلو کې لکه د يو پاخه غزلبول هره برخه رانغښتې ده.

د حميدي يو ښۀ خوی دا دی چې ملګري ستايي او کار ته يې هڅوي، د بنډار او ملګرتيا کس دی.

د نن ټکی اسيا درنو لوستونکو! دلته مو مسعود حميدي له تاسو سره غږولی.

زاهد کريمزی: حميدي صيب که پيل کې را ته د ځان په اړه لنډ ووايي، زوکړه، زده کړې، دنده؟

مسعود حميدي: مننه کوم ګران کريمزی صیب !

په پیل کې تاته او ټولو لوستونکو او کتــــــــــونکو ته سلامونه درنښت ..

پلارجان مې راته نوم مسعود ایښی او حمیدي تخلص کوم چې کورنی نوم مې دی ، دکندز ولایت ۷ ناحیه اړوند ذاخیل خمدان کلي کې له نن څخه ۲۲ کلونه وړاندې زیږېدلی یم.

له دریو کلونو راپه دې خوا کندز ولایت کې د بدلون راډېو سره په مختلفو برخوکې دنده پرمخ وړم او ورسره د نمر شخصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوهم کال او احمدشاه بابا طبي لوړوزدکړوانستیتوت کې دنرسنګ پوهنځي ددوهم کال زدکړیال یم

دیني زدکړې مې هم تقـــــریبن تر دوهمې درجې پورې کتابونه لوستي دي او دقرآن کریم حفظ مې هم تریوځایه پورې کړی دی.

کريمزی: شعر ليکل فطري لورينه ده که کسبي ده او رياضت پکې څومره ارزښتمن دی؟

حميدي: کريمزی صیب شاعري دالله ج ورکړه ده چې پرچایې پیرزو کوي او ورکوي یې دهغه خوښه ده.

باید ووایم چې زما له انده که یوڅوک دشاعری سره مینه ولري ، او په دې هڅه کې وي چې شاعرشي اوشعر ولیکي نو ناشونې ده ، ممکن نوموړی کس به شعر ولیکي خو دومره خوند اولذت به پکې نه وې لکه په هغه شعرکې چې په الهام لیکل شوی وي، خو ریاضت په ښه شعرلیکلو کې مهم ټکی ګڼم ، ځکه چې یو څوک څومره مطالعه کوي اودپیــــاوړوشاعرانوشعرونه لولي نو همدومره به یې په شعرکې خوږلني او قوت راځي اوشعربه یې دپوخوالي پر لور قدم اخلي.

کريمزی: ستا په اند شعر يعنې څه او شاعر يعنې څوک؟

حميدي: کريمزی صیب لکه څنګه چې هرشاعر شعرلیکلو ته یوځانګړی تعــــــریف لري نو زما له نظره شعر هغه موزون او آهنګ لرونکی کلام دی چې زړه نه رااوچت اوپر زړونو کې ځای ونیسي.

دشعر ژبه باید خوږه وي ، او په اورېدو سره یې دخلکو دروني احساسات راوپارول شي.

شاعر د ټولنې دلید سترګې دي ، شاعر هغه څوک دی چې دخلکو ، ټولنې او خپل هېواد درد دشعر په ژبه چې آثرلرونکې ژبه ده تر نورو ورسوي.

کريمزی: د ښه شعر له پاره څه معيار ګڼئ؟

حميدي: یو ښه شاعر تل باید په دې هڅه کې وي چې په خپلو شعرونو کې نوي انځورونه ، ترکیبونه اوتشبې ګانې راواخلي ، دښه شعر لیکلو لپاره باید دښو شاعرانو شعرونه ولوستل شي.

څومره چې نوې خیــــالات په نوي انداز سره راواخیستل شي نو همدومره به دې شعر خوندور اودلوستـــــونکو په زړونوکې ځای پیـــــــــداکوي.

کريمزی: ملګري وايي چې حميدي شوخه شاعري کوي او شوخې يې شعر له نورو بېلوي، دا شوخې درنه کيږي او که کوې يې؟
حميدي:کريمزی صیب که ټول شاعران غمجن یا د درد شاعري وکړي نو هم خوند نه کوي.

زما په شعرلیکلو کې شوخي خوښه ده ، ډېری وخت په قصدي ډول غواړم شوخ بیت ولیکم اوبیابرعکس زیاتره وخت داسي شوي چې شوخ بیتونه رانه لیکل شوي دي.

ددې پوښتې سره دې د رحمان بابا هغه یوبیت رایاد کړ

دا متل دی چې له درده زګیروي خیږي
که نه څه وو درحمان په شاعری

زه خپلې مینې شاعر کړم او داچې زما مینه څوک ده ؟

وطن دی ؟ مور ده ؟ لیلا ده ؟ دسکون او خوشحالی ژوند دی ؟ څه دي؟

نو دادې پټ وي زما سره ……….(خندا)

او رښتیا چې اصلي پوښتنه رانه بې ځوابه پاتې نشي.

کريمزی: د خپل شعري ذوق پالنې له پاره شعر ليکئ که د ټولنې لپاره؟

حميدي: کريمزی صیب زه د خپل ځان لپـــــــاره شاعري کوم.

کريمزی: که د ځان لپاره شاعري کوې؛ نو ټولنه ولې بايد ستا شاعري واورې، ولولې، ټولنې ته به یې ګټه څه وي؟

حميدي: زۀ د همدې ټولنې وګړی يم، درد ،غم او خوشالې مې د همدې ټولنې له ستونزې، ناخوالو او برياليتوبونو زېږنده ده، د ټولنې درد زما درد دی، د ټولنې خوښې زما خوښې ده، که د ځان لپاره هم شاعري کوم؛ نو ټولنې د وګړې په صفت مې شاعرې ټولنې ته ده.

کريمزی: داسې بيتونه دې ویلي چې تل دې په ياد وي؟

حميدي: هو : زما ځیني بیتونه چې مانه د‌‌‌‌‌‌‌درد په حالت کې لیکل شوي دي ، یا په داسې حالت کې لیکل شوي دي چې هغه ډېرې سختې شیبې وي نو هېڅکله مې هم نه هیریږي او تل مې په زړه وي

زما څوبیتونه دي چې تل یې دځان سره زمزمه کوم
په ځان پوهېږم هیروی خودې بیخي نه شمه
بیاهم یوڅه ناڅه کول غواړم که وشي چیرته
هغې وې بس د ځنکدن په آخیري سلګوکې
حمیدي زړه پورې نیول غواړم که وشي چیرته
یاهم:

شــــــــــــــــــوې راپه زړه درپسې ومې ژړل
جـــــــــــــــــــانانه ښـــــــه درپسې ومې ژړل
ټول آرمــــــــــــانونه مې شول خاورې ایرې
ته شــــــــــــــــــــوې واده درپسې ومې ژړل

دغــــــرېبۍ نه موپه ټــــــول کورکې ډودۍ نشته
اوړه په څه راوړي؟ دپــــــــــلارسره روپۍ نشته
حمیــــــــــدي مورمې دفشارله رنځه څاه ورکوي
کـــــورپه کــــــــــورګرځم دهیچاکره ګولۍ نشته

کريمزی: سليمان لايق وايي د رحمان بابا په لاره چې وايي «دا دستور دی چې له درده زګېروۍ خيژي ».

ای زما غيرتي شعره، که ته نه وای
ما به چا سره ژړل دا خپل غمونه

شعر ستا هم يوازې د غمونو ملګری دی او که نه خوشحال په لاره شعر «حيض الرجال» ګڼې.

حميدي: شعر او شاعري زما د یوازيتوب ملګرې ده ، شعر زما هغه سیوری دی چې ده ته په تکیه کولو سره دمه اخلم ، شعر دی چې غمونه ورسره تقسیم کوم او ژوند کوم.

کريمزی صیب زه چې کله ډېر غمجن شمه نو دیواځيتوب لمن ونیسم او دیواځيتوب په ملګرتیاسره خپل دردشعر کړم
کريمزی: د چا شاعري دې خوښيږي او ولې؟

حميدي: له ډېر پخوانه مې دجلال امرخیل شاعري خوښېده اوخوندمې ترې اخیست.

د امرخیل د شاعری سربېره ، سیدشاه سعود لولم ، سید جیلاني جلان زمزمه کووم او دهمزه بابا په پلونوقدم ږدم او مخکې ځم.

موږ په خپل کندز ولایت کې هم ښه تکړه شاعران لرو چې ښه شعر لیکي او ماته یې شعر خوندراکوي.

لکه نور رحیم عاطف ، نظیف الله نظیف ، عبدالله تنها چې نالوستی دی اوښه غزل لیکي همداسې سجادصیب ارزښت اونور
کريمزی: په کوم ژانر شاعري کوې او ولې؟

حميدي: ټوله شاعرې مې په غزل کې کړې. د خپل زړۀ خبره په غزل کې ښه کولی شم.

کريمزی: تر اوسه دې څومره شاعرې کړې او د چاپ تابيا یې لرې که نه؟

حميدي: کابو دوه سوه «۲۰۰» غزلې مې په يوه ټولګه کې راټولې کړې چې نوم مې هم ورته « چې هغه د بل پۀ نوم شوله يارانو» خوښ کړې.

کريمزی: نړۍ مننه چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ.

حميدي: له تاسو نه هم نړی نړی مننه ؛ ګران کريمزی صیب چې موږ سره مو مرکه وکړه اووخت مو راکړ
دا هم د حميدې څو غزلې:

ور یې وړی نه شم پر اوږو کړم دېواله ته تکــــیه
یو خوا ستاغم بل د پښــــتو کـــړم دېواله ته تکــــیه

له ډېـــــره درده مې په زړه باندې لاسونه کــېږدم
وکــړمه زور په زنګـــنو کــړم دېواله ته تکــــــیه

ښه نو تر کومه به زه ځمکه کې خطـــونه کـــاږم؟
داسې ناهېلی به تر څو کــــړم دېواله ته تکــــــیه؟

د ورځې شور مې ځواني خوري ورنه پناه آخلـمه
ځـم خاموشیو ته دشپو کــړم دېواله ته تکــــــــــیه

ځوانه ځواني کې حمیدي له شوره پـــــــــرېوتمـه
لکه سپین ږیــــری د شپېتو کړم دېواله ته تکـــــیه
هریو درد مې ددرمان غیږې نه تښتي
غریبۍ نه مې جانان غـیږې نه تښتي

داعذاب دپاک الله نه دی نوڅه دی؟
مسلمان چې دقــرآن غیږې نه تښتي

هریوځوان مودپردي ملک لیونی دی
دخواږه افــغانستـان غیږې نه تښتي

لیونتوب ترڅوکو تلل به مې حتمي وي
چي تڼی مې دګریوان غیږې نه تښتي

حمیدي دژونـــدپه دښته کې مې یویو
نن خواږه انــډيوالان غیږې نه تښتي

څنگه به خوب وکړم؟ اوڅنگه به آرام واخلمه
زه چې په کوم ماښام دیــــــار دسترګوجام واخلمه

زه دچاغم دزړه په ځمکه کې غزل غزل کــړم
اوزه اکـثر دچا دیاد نه هم الهام واخلمــــه

بیا به وم خوښ که څوک مې دارباندې هم وځړوﻱ
پــرېږده یوځل خو ستانامه په ســرعام واخلمه

بس ستا لپاره درناوی دداسې خلکو کوم
چې یې والله که په میلیون باندې سـلام واخلمـه

هی زما په قتل کې خو ډېــــروخلکو لاس درلوده
زه به دچا ، چانه مسعوده انـتقام واخلمه

ګمان مې نه شي که آشنـــاله زړه نه اوباسمه
داډېـــره سخته ده چې تا له زړه نه اوباسمه؟

ژوندی به یم خوپه ژوندو کې لکه مړبه یمه
که دخدای ذکـر اوثــــــنا له زړه نه اوباسمه

تا راته لار دتــــللو وښوده رالوی دې کړمه
غرق یم داښه که دې دادا له زړه نه اوباسمه

مورې زما نه به نوڅومره لوی ظالم جوړشي
که چیرته ویـــــــره د الله له زړه نه اوباسمه

ښه نو چې موږسره مزل ترنیمې لارې کوي
حمیدي عــشــق به د دونــیا له زړه نه اوباسمه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.