نړۍ

بلوچستان کې د ناټو اکمالاتي موټر ته اور اچول شوی

نن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوڅستان ایالت له مستونګ سیمې څخه ترلاسه شوی خبر وايي، چې دلته د ناټو یوه اکمالاتي کانتینر ته اور اچول شوی.
د سیمه یېزو امنیتي چارواکو په خبره،د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې موټر چلوونکی او د هغه کلینر ټپيان شوي او کانټینر په بشپړه توګه ویجاړ شویدی.

دا پېښه د مستونګ ولسوالۍ په چوټو سېمه رامنځته شوې او مسؤلیت یې تر دې دمه هېچا پر غاړه نه دی اخستی.
ټپیان د درملنې لپاره کوټې ښار ته لېږدول شوي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د بلوچستان ایالت مختلفو سېمو په ځانګړې توګه خضدار،مستونګ او بولان سېمو کې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږدونکي موټر وخت ناوخت تر ورته بریدونو لاندې راځي او زښت درانه مالي زیانونه پکې اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x