د نړۍ اتمه لويه وچه ( زيلينډيا ) کشف شوه

فضل الدين احسان بنوزی
تاسو ته د اتمې لويې وچې خبره نااشنا او نوې ښکاري او ستاسو په نظر ستاسو د پوهې له مخې په نړۍ کې اوه لويې وچې ( اسيا، اروپا، افريقا،شمالي امريکا، جنوبي امريکا،انتراکتيکا او استرليا) دي خو يو ځل بيا فکر او سوچ وکړئ چې ددغو لويو وچو په ليست کې يو بله لويه وچه د زيلينډيا (Zealandia) په نوم د شامليدو په حال کې ده خو ددې هر څه دمخه لومړی بايد د ځمکې د قشر د عمومي معلوماتو په اړه يو څه پوه شو.

د ځمکې قشر په دوه برخو ويشل شوی ده چې يو يې د وچې قشر او بل يې د اوبو قشر دی . د ځمکې قشر د 14 لويو پليټونو ( تختو ) څخه جوړ شوی ده، ددغو پليټونو په مرسته مونږ کولای شو چې د ځمکې تاريخ او ټولې هغه پروسې چې په ځمکه کې سرته رسيږي په اسانئ سره مطالعه کړو. په تيرو 50 کلونو کې د ځمکې د پليټونو (Plate Tectonic ) د جوړښت، خصوصياتو او ځانګرتيا د څيړلوپه اړه ډير پرمختګ شوی او په عينې وخت کې د وچو حرکت، د وچو او سمندرونو سرحدونوپيژندنه او نورو برخو کې دکشف او څيړنو په اړه زمونږ په علميت اوپوهه کې د پام وړ زياتوالئ راغلی.ددې لپاره چې زايلينډيا لويه وچه وپيژنو ددي څخه وړاندې بايد لويې وچې وپيژنو.

لومړی بايد لويې وچې په تعريف پوه شو . Glossary of Geology لويه وچه داسې تعريفوي* لويه وچه د ځمکې د کرې هغه لويه کتله ده چې وچې او شيوه لرونکې ځمکې پکې شاملې وي*. بايد ووايو چې يوه وچه لوړې ( غرونه )، په پراخې اندازې سره سليکاتي برخه، متحوله او رسوبي ډبرې ، پنډ قشر ولري او سايزميک چټکتيا يې د سمندر په نسبت کمه وي ، که چيرې د ځمکې يو قشردغه پورتني خصوصيات ولري د وچې په نوم ياديږي.

کله چې څيړونکو د 19 پيړۍ څخه وروسته د جيولوجي او جيو فزيک د مطالعو او څيړنو لپاره يې د پرمختللو تګلارو او وسايلو څخه استفاده وکړه او د ځمکې په اړه يې هر ډول ډول معلومات راغونډ کړل نو دوی دې نتيجې ته ورسيدل چې نيوزيلينډ(New Zealand) هم د ځمکې په مخ اضافه يا بله لويه وچه ده. په 1984 کال کې دCogley په نوم جيو فريک پوه، نيوزيلينډ د لويو وچو په ليست کې شامله کړه خو ده په خپله مقاله کې دا هم څيړلي وو چې ددغې لوې وچې حدود په نامناسب ډول سره جوړ او نقشه شوي دي،او د لومړئ ځل لپاره د زيلينډيا اصطلاح د Bruce Luyendykجيوفزيک پوه پواسطه استعمال شوه او دغه اصطلاح د څو اشتراکي نومونو (Chatham Rise, Lord Howe Rise, Campbell plateau, New Zealand ) څخه جوړه شوی،نوموړي په خپله څيړنيزه مقاله کې يواځې دا ليکلي وو چې زيلينډيا د ځمکې د قشر يوه لويه ټوټه ده نور يې د زيلينډيا د لويې وچې د خصوصياتو او د هغې د پروسو په اړه يې کومه څيړنه او مطالعه نه وه کړې، هغه يواځي ددې لويې وچې نوم ذکر کړې وو او بس.دغه اوسنئ کومه مقاله چې د 2017 کال د فبروري د مياشتې په 16 نيټه د امريکا جيولوجستانو لخوا نشر شوه په دغه مقاله کې د زيلينډيا د لويې وچې د خصوصياتو په اړه پکې پوره څيړنه شوې ده . دغې څيړنې ښودلې ده چې زيلينډيا لويه وچه د کشف څخه پخوا د Tasmantis او New Zealand په نومونو سره ياديده. دغه په اوبو کې پټه د وچې يو ټوټه ده چې (60-65) ميليونه کاله پخوا د استرليا د لويې وچې څخه جدا شوې او (85-130) ميلونه کال پخوا د انتراکتيکا د لويې وچې څخه جدا شوې ده . د امريکا د جيولوجستانو ډلې دعوه کړې ده چې زيلينډيا د نړۍ اتمه لويه وچه ده چې زياته برخه يې د اوبو لاندې ده او درېو لويو سيمو ته شامليږي چې ددغې وچې په شمال کې نيوزيلينډ او کيليډونيا او په جنوب کې د نيوزيلينډ جنوبي ټاپوګان شامل دياو وايي چې دا د ځمکې د قشر يوه وړه ټوټه يا يوه وړه وچه نه ده بلکې يوه حقيقی لويه وچه ده چې 4.9 ميلونه کيلومتره مربع مساحت لري، د جيو ساينس د څيړنو له مخې زيلينډيا د ارام سمندر يا بحرالکاهل په جنوب لوديځ کې يوه مهمه لويه وچه ده اود امريکا د جيولوجستانو ډله وايي چې دا يو ناڅاپي کشف يا څيړنه نه ده بلکې په مسلسل ډول د تحليل او څيړنو څخه وروسته کشف شوی او وايي چې په تيرو لسو کلونو کې زمونږ سره د زيلينډيا په اړه مؤثق او د باور وړ معلومات موجود نه چې يوه مقاله پرې نشر کړو.

نيوزيلينډ او نيوکيليډونيا دوه هغه جدا شوي ټاپوګان دي چې د ارام سمندر په جنوب لوديځ کې پراته دي او په هيڅ وخت کې د استرليا د لويې وچې سره تړاو نه لري . زايلينډيا په هر ځای کې د سمندر د سطحې څخه لوړوالی لري خو د نورو وچو سره يې فرق په دی کې ده چې دا وچه ډيره پراخه او اړخي (مخ زوړ) لري او د سمندر له سطحې څخه يې متوسط لوړوالی 1100 متره دی .
زيلينډيا لويه وچه تقريباً ټوله يعنې 94 فيصده برخه يې د اوبو لاندې ده او هغه برخه چې د سمندر د پاسه يعنې د اوبو لاندې نه ده په هغه برخه کې نيوزيلينډ او يو څو نور ټاپوګان شامل دي. اوس به ستاسو په ذهن کې دا پوښتنه را پيدا شي چې دا څنګه کيدلای شي چې يوه ځمکه د اوبو لاندې ده او بيا هم د وچې په يوه لويه ټوټه حسابيږي، د نړي جيوفريک څيړونکو د لويې وچې يا د يوې وچې لپاره خواص ټاکلي که هره يوه وچه دغه خواص او ځانګړتياوې ولري نو په وچه حسابيږي لکه په لاندې ډول ذکر شوي دي .

⦁ د وچې د قشر پيړوالی د سمندر په نسبت زيات وي.

⦁ مختلف ډوله پنډوالي ولري.

⦁ د شاوخوا سيمو څخه يې لوړوالی ولري.

زيلينډيا لويې وچې لوړه برخه Aoraki Mount Cook نوميږي چې 3724 متره لوړوالی لري.

د زايلينډيا د لويې وچې د قشر په جوړښت کې بزالت، ګابرو، ګرانيت، ريوليت، د چونې ډبره، کوارتز، ګرانو ديوريت، ګنايس او نور منرالونه شامل دي . زايلينډيا د نړۍ د ټولو نورو وچو څخه ځوانه او نوې وچه ده چې متوسط کمبراين (Middle Cambrian) دوره کې مينځ ته راغلی او نورې لويې وچې د پريکمبراين (Precambrian) په دوره کې مينځه ته راغلې دي او نه تر اوسه پورې په دې وچه کې د پريکمبراين د دورې کوم اثرات پکې کشف شوی او جيو څيړونکو ښودلې ده چې د زايلينډيا د قشر پيړوالي ډول ډول دی چې په جنوبی ټاپوګانوکې يې پيړوالی (10-30) کيلومتره پورې دیاو د زايلينډيا په اکثره هغه ځايونو کې چې د ځمکې د قشر پيړوالی يې د (30-40) کيلومتره څخه کم وي وچې ټوټه وي او په هغه ځايونو کې چې پيړوالی يې 7 کيلومتره وي د سمندر تل دی . د زايلينډيا د لويې وچې تر ټولو کم پيړوالی لرونکې قشر په نيو کيليډونيا کې دی چې 2200 کيلومتره اوږدوالی لري او او 200-300 کيلومتره پورې سور لري په دغه ځاي کې د اوبو ژوروالی د (1500-3500) متره پورې رسيږي.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    بتوزی صاحب سلامونه می ومنه !
    همدا زما پوښتنه وه ، د زمکی هغه برخه چه د اوبو لاندی په دایمی ډول قرار لری څرنګه ورته وچه وویل شی . که دا ومنو چه کمی اوبه یی په سر قرار لری ، ایا دومره کمی دی چه انسانان بکی د هالیند په شان سیمټی دیوالونه اوچت کړی او یا د هغه برخی څخه دیوال چاپیر کړی چه د وچی څخه یی ټیټوالی یو څو متره وی ، له هغه وروسته اوبه په واټرپمپو وباسی او لکه دهالیند به شان شارونه بکی جوړ شی ، که دی کار امکان درلودلی امریکایانو ، نیوزیلنډیانو ، استرالیانو ، انګریزانو، روسانو او نورو به د هغه زمکی د غصبولو د پاره خامخا دا کار کړی وی ، دا چه دا هڅه یی نه ده کړی دامعنی چه د دغی خیالی وچی وجه کیدل خوب او خیال دی. په دی اړه به ډیر څه لیکل شوی هم وی مګر مونږ تر اوسه داسی څه نه وو لوستلی ستاسی لیکنه کی می د لمړی ځل د پاره دغه خیالی لویه وچه یا اتم براعظم ولوست .
    کشکی وی ، د امریکایانو او اروپایانو حریصی سترګی به لږی ډکی شوی وی مظلوم بشریت به یی له استثمار او غلامیو ژغورل شوی وی ، حتی دوی د اسمان ستورو کی هڅی وکړی که د ژوند امکانات او شرایط پکی شتون ولری تر اوسه نه دی موفق شوی نو که به زمکه یی دومره لویه وچه موندلی وی او یا یی په وچه بدلولی شوی اسمانو ته نه تلل ، حتی په هغه زمکی به جنګونه کیدلی لا به د زوراورو ترمنځ ویشل شوی وی تر اوسه دا کار نه دی شوی او نه به وشی .
    که دغه لویی خیالی وچی ته وچه ووایو بیا خو د اوبو لاندی ټوله ځمکه لویه وچه کیدلی شی که دا اوبه لیری شی ټوله لویه وچه ده ، صرف دومره خبره ده چه دغه اوبه تری په کوم اړخ د پمپو په واسطه انتقال کړو . مګر دا پوښتنه چه د دی اوبو د پاره چیرته د ساتنی ځای پیدا کړو تر اوسه نه ده ځواب شوی که ځواب هم شی بیا به هم د ژوند شرایط ګډ وډ شی الله جه دغومره اوبه او دغومره وچه خلق کړی په همدغه کچه د ژوند شرایط یی پکی بی له تکلیفه وربکی اماده کړی ، یعنی دغه دری برخی او بو ته د یوی برخی وچی اړه ده ، که دغه اوبه له دری برخو دوه برخی شی یعنی وچه او اوبه مساوی شی ، یو ژوندی شی به د زمکی به مخ ونه ګوری ، د الله ج دی نظام کی اول ګوټی وهل ممکن نه دی او که فرضا ممکنه شی د ژوند امکانات له منځه ځی .
    که تاسی یا هر هغه چا چه د هغه وچی دعوی کړی ، داسی یی لیکلی وی چه دغه زمکه د نور بحر له کچی لږ بورته ده ، که بی کچی خرڅه پری وشی ممکن د هالیند په شان یوه برخه یی په وچه بدله شی بیا سمه وه. او په ځانګړی دول په اوسنی چاپیریال حالاتو کی چه د انسانی تکنالوژی د زیاتوالی له امله نړیوال ګرموالی رامنځته شوی او مخ په زیاتیدو دی چه له امله یی د واورو او یخ غرونه به ویلی کیدو دی چه له امله به یی د اوبو کچه لا نوره اوجته شی حتی ویل کیږی ممکن سانفرانسسکو او داسی نور هغه شارونه چه د بجر غاړو ته لنډ پراته دی د اوبو لاندی شی ، نو د نیوزیلینډ د لوی وچی څخه چه اوس هم په سوونو متره د زمکی له وچی ښکته ده څرنګه ممکنه ده چه اوبه دهغی له سره کمی شی او هغه په لویه وچه بدله شی .
    زه ستاسی د لیکنی او یا ستا مخالف نه یم ، تاسی به له خارچی کتابو یا انلان معلومات را ټول کړی وی مګر هغوی کله د خلکو د حیرانولو د باره دا ډول لیکنی کوی ، یوه ورځ می به انلاین کی یو انګلیسی لیکنه لوسته د زیری په ډول پکی لیکل شوی وو ( مبارک مو شه یو بل ستوری کشف شوی دریابونه پکی بهیږی ، اکسیجن لری هغه او دغه ، ومی خندلی چه دوی مغز شویی په همدی خبرو کوی خلک مصروف ساتی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.