سپېڅلې او رښتینې مینه

 صفي الله “رائد “

مينه کوم مشخص (ځانګړی) لارښود نه لري، خو يو الهي الهام دى چې د انسان په زړه کې ځای نيسي.

خوځینې بیا وایي: مینه ‌د ژوند‌انه‌ اساس‌ دی، مينه دانسان په فطرت کې يو احساس دى چې انسان په وجود کې رانغښتی دی. مینه دزړه غیر ارادي غوښتنه ده چې څوک پرې نه پوهیږي او واقع کېږي.

خو هغه مینه، چې د سترګو په اوښکو ووینځل شي، تل به پاکه او سپېڅلې وي او د نړۍ پر مخ همدغه مینه د یادولو او ستایلو ده او بس.

مینه څنګه پېدا کېږي؟؟؟

د مقابل لوري اخلاق، کمال، جمال او لا ښکلا د سړي زړه کې غیر اختیاري اثر وکړي؛ چې دغه اثر بیا کله کله په درد بدل او همدغه درد چې په ټټر کې درک شي نو په میــنه اوړي او له یو شخص نه مین جوړوي.

په عامه توګه د مینې دوه ډولونه یادیږي:

مجازي مینه: هغه چې د انسان مینه وي د بل انسان سره ده.

او حقیقي مینه: هغه چې د انسان د خپل رب جل جلاله او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ده. همدا مینه انسان د انسانتوب لوړو پوړو ته رسوي او د یو شخص څخه ستر شخصیت جوړوي.

رحمان بابا څه ښه وایي:

چې د خدای له معرفته خبر نه وي
هغه واړه که بیدار دي هم ویده دي

دوکتورمصطفی “السباعي” وایي: مینه د زړه میلان دی:

-: که د بې ارزښته شیانو د ترلاسه کولو لپاره وي، نو د ماشومانو وسله ده.

-: که له ګناهونو او خواهشاتو سره وي، د جاهلانو لیونتوب دی.

-: که له فنا کیدونکو شیانو سره وي، د ناروغانو عشق دی.

اې! خو که دې میـنه له تلپاتې او لوی ذات سره وي، نو همدا ډول مینه بیا د پیغمبرانو او رښتینو خلکو د ژوند هدف دی، ته یې هم د خپل ژوند هدف وګرځوه!

ډير ځله زموږ په ژبه کې عشق د مينې په معنی کارول کېږي چې دا يوه مشهوره غلطي ده، وايي: چې فلان د الله او د هغه د رسول عاشق دی.

ابن قيم په خپل کتاب تلبيس ابليس کې دا خبره کلکه رد کړې چې څوک الله ته او يا هم کتاب ته د عشق کليمه استعاره کړي او دغه يوه فاحشه استعاره بولي چې ويونکی يې ګناهګار او په عربي کليماتو جاهل دی.

خو صوفيان بيا دغه کليمه د مينې لپاره کاروي، چې د دغه کليمې په اړه زياتی کوي.

زه نه غواړم چې د کليمې په لفظي معنی باندې خبرې وکړم، خو غواړم چې فقط دمينې په باب يو څه ولیکم.

خو!

اصل خبره داده چې مونږ باید مینه څنګه؟ او له چا سره وکړو؟؟؟

راځئ چې د مینې زده کړه له حضرت عمر فاروق نه وکړو!

راشئ چې د مینې درس له حضرت بلال نه واخلو؛ ځکه دوی حقیقي مینه کړې، دوی اصلي مینه پېژندلې.

هو! همدوی نړۍ ته د رښتینې او سپېڅلې مینې انځور وړاندې کړی.

دوی د الله پاک په دغه قول عمل کړی.

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّه {الایة}

ژباړه: ځیې خلک داسې دي چې له الله پرته نور د هغه سيالان ګرځوي؛ پر هغو داسې مين دي لكه څنګه چې له الله سره مينه لرل ښايي، حال دا چې ايمان لرونكو ته تر هر چا زيات الله ګران وي.

دوی د رسول الله صل الله علیه وسلم په دغه حدیث عمل کړی چې فرمایي:

{ اَلْـمَرْءُ مَـعَ مَـنْ أَحَـبَّ}
ژباړه: انسان به د قیامت په ورځ د هغه چا سره ملګری وي چې په دنیا کې یې د هغه سره محبت درلود.
ځکه خو دوی د خپل محبوب صل الله علیه وسلم سره مینه درلوده.

مینه د بلال رضي الله عنه وه چې د نبوي مسجد لومړی موذن دی او د رسول اللهﷺ په مسجد کې یې شاوخوا لس کاله آذان وکړ، خو کله چې رسول الله ﷺ وفات شو نواذان یې پرېښود او ویل یې: زه د رسول الله ﷺ وروسته بل چاته آذان نه کوم.

مینه د بلال وه چې درسول الله ﷺ د وفات وروسته په مدینه کې ژوند ورته ګران وو، مدینه یې پرېښودله.

مینه د بلال وه چې کله ډېر وخت د رسول الله ﷺد قبر دزیارت څخه لرې شو، نو رسول اللهﷺ په خوب کي ویني چې ورته وایي: بلاله! دومره جفا؟؟!

چې زموږ لیدو ته هم اوس نه راځې؟؟

بلال چې را ویښ شو سمدستي د مدینې په لور روان شو.

مینه دبلال وه چې کله دشپې مدینې ته راورسېد نو حسن او حسین رضي الله عنهما د سهار لمانځه لپاره د اذان غوښتنه ورنه وکړه او کله چې بلال اذان شروع کړ، د بلال تکبیرونو مدینه ولړزوله، په مدینه کې د رسول اللهﷺ د میینانو او درنو اصحابو د ژړا کړیکې او ساندې پورته شوې او د مدینې ښځې په ژړا شوې،

په مدینه منوره کې د ژړا او چیغو دومره شور او ځوږ جوړ شو چې مخکې هیڅ کله په مدینه کې داسي ورځ نه وه لیدل شوې.

مینه دبلال وه ، کله چې د امت فاروق عمر بن الخطاب رضي الله عنه شام ته ولاړ، او د بلال څخه یې هیله وکړه چې په شام کې دمسلمانانو دپاره اذان وکړي.. بلال اذان شروع کړ، او کله چې یې وویل:”اشهد ان محمدرسول الله “ ستونی یې بند شو او ژړل یې ـ ژړل یې تر څو ټول اسلامي فوځ ورسره وژړل، خو دهغوی قائد عمربن الخطاب ترټولو سخته او ډېره ژړا وکړه.

مینه دبلال وه، چې کله یې دمرګ وخت وو..نو ډېرخوښ وو، او داسي یې ویل: سبا به د خپل دوست محمد ﷺ او دهغه دملګرو سره یوځای شم.

مینه د عمر فاروق وه چې کله محمد رسول الله ﷺ له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې؛ عمر د مدینې په کوڅو کې توره په لاس کرځېده او ویل یې:

که هر چا د محمد رسول الله ﷺ د مرګ خبره وکړه سر به یې قلم کړم!
محمد نه دی مړ! هغه چېرې تللی او بیرته راتلونکی دی.

دا د عمر مینه وه، دا د عمر د مینې اظهار وو، او دا د دعمر د مینې انتها وه.

آیا اوس به داسې میینان نه وي!!!؟

هوکې! د همدې مینې پالونکي اوسني هغه مستشهدین دي چې د نازک بدن له ټوټو تېرېږي او د اسلام د سپېڅلي دین ساتنه کوي.

هغه چې د الله په لاره کې خپل مرګ ورته زېری ښکاري، پرې خوښیږي او د ځان لپاره یې ویاړ بولي.

د استشهاد د سپېڅلي بڼ ښایسته ګلونه د سپېڅلې مینې ریښتیني لارویان دي.

الله تعالی ته لاسونه لپه کوم چې مونږ ته هم خپله او د خپل حبیب صلی الله علیه و سلم ريښتینی محبت راپه نصیب کړي.
آمین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.