افغانستان

جوبایډن د کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو پر ایستلو ټينګار وکړ

نن ټکی آسیا: د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن د روان کال تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو ټينګار کړی.
د امریکا یو شمېر نظامي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي،په داسې حال کې چې د کابل-واشنګټن امنیتي تړون برخلیک لا هم په تیاره کې دی، د جوبایډن هڅو او څرګندونو په سپېنه ماڼۍ کې زیات مینه وال موندلي.

جوبایډن د سپينې ماڼۍ په هغې ځانګړې ناسته کې چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته د شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېرو د پاته کېدو په هکله را بلله شوې وه، ګڼې پوښتنې مطرح کړې،چې په ځواب کې يې نظامي چارواکو وویل چې دا پاته کېدونکي سرتېري به یوازې د امریکا د ملکي او ډيپلوماتیکو بنسټونو امنیت نیسي.
بل پلو ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی وايي، چې د کرزي له لورې د امنیتي تړون نه امضاء کول ، د امریکا د صفر غوراوی رښتیاني کېدا ته نږدې کوي.
همدارنګه تېره اونۍ د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل، چې امریکا نشي کولای چې د فشارونو په مټ پر دوی دغه تړون لاسلیک کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x