مرحوم مولوي عبدالستار صدیقي

شمع چون خاموش ګردد داغ محفل میشود

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب)

نن مو بیا د هیواد له علمي ، جهادي او دعوتي افق نه یو بل ځلاند ستوری ولویده.

دا ستوری متبحر عالم او نومیالی جهادي شخصیت ارواښاد مولانا عبدالستار صدیقي رحمه الله و چې خپل ټول ۷۵ کلن عمر یې په تعلیم، تدریس، دعوت، جهاد او مبارزه کې تیر کړ.

ارواښاد صدیقي صاحب د افغانستان په کچه یو پیاوړی عالم، خستګي ناپذیره مجاهد، وبښ مبارز او مبتکر دعوتګر و.

نوموړی یو له هغو با بصیرته علمي کدرونو څخه و چې په علمي او منطقي لحاظ یې د اسلام له حریم نه دفاع کوله ، د خپلې ټولني د خلګو په منځ کې اوسیدلی ، له هغوی سره یوځای یې پرهیواد دبهرنیو تیري کوونکو له لاسه د هجرت او جلا وطنۍ ستونزې ګاللې، له دین او هیواد نه د دفاع په سنګرونو کې یې وخت تیر کړی او هروخت یې د خپل ځوریدلي ولس له قضیې څخه په بصیرت او قانع کوونکي استدلال په ژبې او قلم سره دفاع کړي.

نوموړي د علم ، تدریس او دعوت ترڅنګ د معاصر سیاست له نزاکتونو سره هم ښه بلد و.

ارواښاد مولوي عبدالستار صدیقي صاحب رحمه الله د خدام الفرقان د اصلاحي او دعوتي تنظیم خدام الفرقان له مؤسسینو او مخکښانو څخه ګڼل کیږي.

د شوروي اشغال په مهال یې د شهید مولوي نصرالله (منصور) په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي جهادي تنظیم د مرستیالۍ او د کمونیستي نظام ترسقوط وروسته یې د مجاهدینو او اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د هیواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې بیلابیلې دندې ترسره کړې.

مرحوم صدیقي صاحب د سیاست ترڅنګ د تدریس او دعوت عبقري شهکارهم و ، ترکمو نیستي انقلاب وړاندې یې د هیواد په ترټولو مشهوره دینې مدرسې کې د یوه تر ټولو ماهراستاد په حیث په زرګونو شاګردان د توحید او اسلام پالني په عقیده روزلي.

ارواښاد صدیقي صاحب له ورځنیو سیاسي او دعوتي بوختیاوو سره سره په ځینو اهمو علمي موضوعاتو تحقیقي او څیړنیز تألیفات کړي چې ځیني چاپ او ځیني اوس د چاپ په انتظار دي، همدا راز یې په سیاست ، ادب ، تصوف او عرفان کې په زرګونو اشعار لیکلي. نوموړی له خپلو ټولو خدای ورکړیو مواهبو او صلاحیتونو سره سره د تواضع او حسن تعامل یوه نمونه وه.

داسې با تدبیره او باوقاره شخصیت و چې له خپل ولس ، خپلې خاورې او خپلې اسلامي قضیې سره یې بي کچې مینه لرله.

مرحوم صدیقي صاحب متبحر عالم، ماهر سیاست پوه، فصیح اللسان خطیب ، تکړه لیکوال او جامع الکمالات شخصیت و.

د اروا ښاد صدیقي صاحب علمي او جهادي شخصیت تردې ډیر لوړدی چې په دې مختصرې مقالې کې د هغه د ۷۵ کلن علمي ژوند په بیلابیلو اړخونو رڼا واچول شي.

ایجاب کیږي چې د مرحوم مولویصاحب د شاګردانو او لارویانو له لوري د نوموړي د ژوند پرعلمي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او دعوتي اړخونو تفصیلي رسالې ولیکل شي او هغه بیا په یوه مجموعه کې سره راغونډې او چاپ شي ترڅو مو د راتلونکي نسل ځوانان د دغسي علمي شخصیتونو د ژوند له مختلفو تجربو او برخو څخه مستفید شي.

زه به خپله په دې ځان ویاړمن بولم که د جناب صدیقي صاحب رحمة الله علیه د علمي تحقیقاتو او لیکنو د را یوځای کولو امتیاز تر لاسه کړم.

ځکه مرحوم صدیقي صاحب هغه څوک دي چې زمونږ د هیواد د معاصر جهادي تاریخ یوه لویه برخه د ده له علمي ، جهادي او ټولنیز ژوند سره تړلې نو د ده د ژوند د هرې برخې تشریح په حقیقت کې زمونږ د تاریخ د یوې برخې تشریح ده چې باید د مرحوم ټول لیکوال ارادتمندان د دې تاریخي مسؤلیت په ترسره کولو کې خپل رسالت اداء کړي.

په پای کې پرځای بولم چې د دې سترې علمي او جهادي هستۍ جناب مولوي صاحب عبدالستار صدیقي رحمه الله د وفات له امله خپل د خواخوږي او تسلیت مراتب د هغه ځای ناستي او زوي محترم فاضل ورور جناب قاري صاحب عبدالولي (صدیقي) صاحب ته وړاندې کړم ، له الله تعالی څخه نوموړي او بیا خپل ځان ته د دې ستر ویر په عوض کې د جمیل صبر او نعم البدل غوښتنه کوم .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.