fbpx

پاکستان د «رد الفساد» په نامه عملیات اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۴، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ له لوري په یوه تازه اعلان کې ویل شوي چې دوی د هیواد په سرتاسري کې د «رد الفساد» په نامه عملیات پيل کړي دي، تر څو له هیواده د «تروریزم» ریښې وباسي.

د پاکستان د پوځي قوماندې ویاند ویلي چې دغه عملیات په هیواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو په جواب کې په کار اچول شوي تر څو د پوځ د مخکنیو لاسته راوړنو ساتنه وشي او له پاکستانه د «تروریزم» ریښې وایستل شي.

نوموړي ویلي چې په دغه عملیاتو کې به د پاکستان هوايي، سمندري او ځمکني پوځ برخه اخلي او په اصطلاح یې د «تروریستانو» مېشت ځایونه به په ټول هیواد کې په نښه کیږي.

باید وویل شي چې له هغه وروسته چې د پاکستان په سنده ایالت کې دلعل شهباز قلندر زیارت د داعش له لوري په نښه شوی، د پاکستان پوځ یو لړ بیړني اقدامات تر سره کړي چې په هغه کې د افغانستان سره پولې تړل، د ډیورنډ کرښې څخه د افغانستان لوری ته بمباري کول، د هیواد په سرتاسري کې عملیات کول چې په وینا یې تر سل زیات وسلوال وژلي دي او اوس یې بیا نوي عملیات اعلان کړه.

د یادوني وړ ده چې د پاکستان له لوري پر افغاني سیمو بمبار کول او سرحدونه تړل د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي یو ځل بیا ترینګلي کړي دي چې له امله یې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال نیکولسن له دواړو هیوادونو څخه غوښتي چې خپل اختلافات تر شا وغورځوي او په ګډه د ګډډښمن پر خلاف وجنګیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
walikhan
میلمه
walikhan

۵۰ فیصده خاوره خو دطالبانو سره دی نو ولی چوپه خوله دی که ویاندیانی هملته دیره دی خولی تړل شویدی. چسپکی بم خبر مخکی لدی چی څوک یی ژع واری قبولوی خو دومره راکتونو لوګی لکچی نه ګوری. بس الله دی په مونګ رحم وکړی. ددی ځآی هر یو سړی غل دی خپلی وسی پوری، بس ورانه وایه وران کا بل دی خپلی وسی.

سیرت
میلمه
سیرت

ولیخانه ، دا خبره د کابل غلامانو ته ولی نه کوی ، دوی اخر د کومی ناروغۍ درمل دی ، د ټولی استعماری نړی اشر یی دلته جوړ کړی حتی د غلامی نظامی او ستراتیژیک تړونونه یی ورسره لاسلیک کړی حتی قضایی مصونیت یی ورکړی یعنی چه څه کوی تاسی ازاد او مونږ غلامان یو ، دا چه پاکستان تل توغندی وروی او دکابل غلامان یوآخی د ډالروو شخوند او د مظلوم اولس وینو پرله پسی وینو ته ناست دی ، نشه توکی د دوی وخت کی زیات او همدوی یی قاچاق کوی ، لوږه ، فقر بدمرغی فساد او… نور لوستل »