په لاهور کې د چاودنې له امله ۹ تنه مړه او تر ۳۰ زیات نور ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۵، ۱۳۹۵ل): د لاهور په دیفنس سیمه کې د یوې چاودنې له امله ۹ تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنه په یوه نوې ودانۍ کې شوې چې لا تر کار لاندي وه.

د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله یې د شاوخوا ودانیو شیشې ماتي شوي او ودانۍ ته نیژدې ولاړ موټران هم زیانمن شوي دي.

د پولیسو په وینا په چاودنه کې شاوخوا لس کیلو چاودېدونکې توکې کاریدلې چې د ودانۍ په یوه برخه کې ځای پر ځای شوي وه.

او زیاته کړې چې له چاودنې وروسته دوی پر وخت سیمي ته ورسیدل او سیمه یې په خپل کنټرول کې واخیسته او پلټنې یې پیل کړې.

د پاکستان ولسمشر او د پنجاب ایالت حکومتي چارواکو پيښه غندلې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.

د ډان نیوز خبري اژانس په وینا سیمه ایز حکومت اعلان کړی چې سبا د جمعې په ورځ به د ډیفنس په کاروباري سیمه ګلبرګ کې ټول مکتبونه رخصت وي او د مکتبونو څخه یې غوښتنه کړې ده چې خپل امنیتي چارې دي سختي کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.