نړۍ

پښتونخوا: بنو کې يو موټر بم شل پوځيان و وژل

نن ټکی اسیا: شیبه مخکې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه د پاکستاني پوځيانو پر کاروان د لرې نه کنټرول شوي ماین د چاودنې له امله شل پوځيان وژل شوي دي. ويل کيږي چې چاودنه دومره قوي وه چې ټول ښار يې ولړزاو او نزدې ودانۍ يې هم زیانمې کړې. د راپور له مخې وژل شوي او ټپيان د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي دي. امنيتي ځواکونه د پيښې ځای ته خبریالان نه ورپريږدي او ټوله سیمه يې کلابنده کړې ده. ويل کيږي چې له ۴۰ – ۵۰ کیلو بارود په يو موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د پوځيانو د کاروان د تېريدو پر مهال د ریموټ کنټرول په واسطه والوزول شو. امنيتي ځواکونو سیمه  کې د شکمنو کسانو  پر خلاف عملیات پيل کړي دي. د یادونې وړ ده چې هر یکشنبه د پوځيانو قافله د بنو ښار نه تېريږي او د پوځيانو د تېردو پر مهال په بنو ښار کې په ګرځيدو بنديز وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x