سمسونګ یو ځل بیا نوټ ۷ بازار ته وړاندي کوي خو په ارزانه بیه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۵، ۱۳۹۵ل): د جنوبي کوریا اقتصادي ورځپاڼي خبر ورکړی چې د سمسونګ شرکت غواړي یو ځل بیا خپل سمسونګ نوټ ۷ تلیفونونه بازار ته وړاندي کړي تر څو شرکت ته رسیدلی تاوان تر یو حده را وګرځوي.

سمسونګ شرکت مجبور شو چې د نړیوال مارکیټ څخه خپل نوټ ۷ تلیفونونه ټول کړي ځکه چې د بیټریو د چاودنې ویره یې وه.

دغه شرکت وروسته وویل چې د بیټریو د چاودني وجه یې معمولي تخنیکي ستونزه وه چې له امله یې پر بیټرۍ زور راتلی او تر ډېر چارجېدو وروسته چاودېدله.

د ورځپاڼي په وینا سمسونګ دا ځل په هغه پخوانیو امکاناتو خپل نوټ ۷ تلیفونونه لکه د هندوستان او ویتنام غوندي په ارزانه بازارونو کې عرضه کوي، او په ارزانه بیه یې خرڅوي تر څو تر یوه حده شرکت ته رسیدلی تاوان کنټرول سي او همداسي راټول شوي تلیفونونه په مصرف ورسیږي.

د سرچیني په وینا په تلیفون کې به ټول پخواني امکانات وي خو یوازي بیټرۍ به یې د ۳۵۰۰ امپېره پر ځای ۳۲۰۰ او یا ۳۰۰۰ وي، ځکه چې سمسونګ زړې بیټرۍ د ټولو تلیفونونو څخه باسي او نوي ور اچوي او همداسي د خرڅ سره سم به مشتریانو ته د سمسونګ شرکت وارنټي ورکوي.

باید وویل شي چې سمسونګ شرکت په ملیونونو نوټ ۷ تلیفونونه جوړ کړي وه او د نړۍ مختلفو هیوادونو ته یې صادر کړي وه او په ملیونونو یې خرڅ شوي هم وه، خو ټوله یې بیرته را ټول کړه او خپل مشتریانو ته یې د قیمت بیا تر لاسه کولو او یا په بدل کې د بل تلیفون اخیستلو اختیار ورکاوه.

ګمان کیږي چې سمسونګ به بیا رغول شوي نوټ ۷ تلیفونونه په نیمی قیمت او یا اقلا تر پخواني قیمت څلویښت سلنه ارزانه خرڅ کړي.

یوه تبصره

  1. هند کې د سمسونګ کمپنۍ فرنچایز وايي چې هند کې به نه وړاندې کیږي 🙁

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.