غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر
د تاریخ په حافظه کې به یې ساتم
ستا درانه درانه یادونه لیوني

رانه هیر نه یې ګلابه محترمه
لا پر زړه مې ستا یادونه لیوني

ستا د مینی آثرات لا راسره دي
رانه وړي یې خوبونه لیوني

د وطن خړ سنګرونه دی لا ګرم
پکیې شروع دی مست بریدونه لیوني

انتقام ته دې سرونه لا ژوندي دي
له د ښمن آخلي وارونه لیوني

ګران شهیده ستا د وینو قدر شته دی
لا وطن کې شته سرونه لیوني

په بارودو کې پوښلي لا زلمي شته
کوي مست انفجارونه لیوني

مهاجر ته دې بس دغه یو فریاد وو
په سلګو کې څو شعرونه لیوني

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.