نظــر

د غرب د معاش خورو ځواکونو کړنې!

قاري سعید

همدا اوس که په ټولنیزو رسنیو کې وګورئ یو زیات شمیر هیوادوال به ووینئ چې د امریکا لخوا په روزل شویو داخلي ځواکونو لکه اردو، پولیسو او اربکیانو باندې ویاړ کوي او هغوی د خپل مسلمان اولس واقعي استازي او ساتونکي معرفي کوي.

دوی د دغو ځواکونو یوازې نسبي او نژادي تړاو ته متوجه دي او وایي چې دوی لږ تر لږه له افغانستان سره تړاو لري او د همدې اولس بچیان دي، نور نو دې ته فکر نه کوي چې که د خپل اولس یو مسلمان که یو ځل غدار او د پردیو اجیر شي بیا يې ضرر خپلې ټولنې ته له پردیو کافرانو په مراتبو زیات وي.

همدا اوس د نړۍ په لر او بر کې په مسلمان ملت تر ټولو سخت ظلمونه د هغو حاکمانو او زورواکو لخوا کیږي چې په نسبي لحاظ له مسلمان ملت سره تړاو لري اما د عقیدې او فکري تړاو له اړخه د غربي کفارو ګټو او اهدافو ته متعهد دي.

دا چې د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا په ډالرو مست پوځیان له خپلو محکومو اولسونو او مظلومو اسلامپالو سره کوم ډول چلند کوي، راځئ دلته د مصر د ظالمو چارواکو د قساوت یوه واقعي داستان ته متوجه شو، تر څو پوه شو چې که په خپل هیواد کې د غربي کفر معاش خورو حاکمانو ته د سلطې فرصت ورکړو؛ نو څه ډول تورو ورځو ته باید انتظار وباسو.

څه موده وړاندې مې یوه ویډیو ولیده، چې په مصر کې د اخوان المسلمین د یوه غړي حسن أنور میرمنې په کې خپل دغم داستان د اوښکو په بدرګه ویلی دی.

حسن أنور د اخوان المسلمین یو ټیټ رتبه غړی دی، چې اوس د مصري پوځ په زندان کې پروت دی، د مصري پوځ مستنطقین له نوموړي څخه په نا امنیو کې د لاس لرلو اقرار غواړي، خو حسن أنور چې په هیڅ نا امني کي لاس نلري، له ځانه ورته اقرار نشي کولای، له بیلابیلو شکنجو او تعذیبونو وروسته مصري پوځیان د حسن أنور تصویر اخلي او د ده کور ته ورځي، په کور کې یي له میرمنې سره مخ کیږي، د حسن أنور تصویر ورته ښيي چې آیا دا پیژنې؟ میرمن یي وایي: هو دا زما خاوند دی. مصري پوځیان د حسن أنور میرمنې ته زولنې اچوي او هغه زندان ته یي وړي، چې حسن أنور په کې بندي دی، په زندان کې مصري پوځیان له دغې مستورې میرمن څخه حجاب او جامي لرې کوي او بیا حسن أنور ته وایي چې ژر اقرار وکړه کنه ستا په مخکې دې په میرمن جنسي تیری کوو، حسن أنور چې دا صحنه ګوري نو وایي: سمه ده زما میرمن خوشې کړئ، زه په هر څه اقرار کوم… خو لږ شیبه وروسته وایي: ښه نو زه څه ومنم؟ په څه شي اقرار وکړم؟ تاسو یي راته وښایاست چې هغسې ووایم؟

د حسن أنور دا خبره مصري پوځیان له اعتراف څخه په انکار حسابوي، او له دې سره په ډیر وحشت د نوموړي د سترګو په وړاندې د ده په عفیفه میرمن ډله ایز جنسي تیری کوي.

د حسن أنور مظلومه میرمن په اوښلنو سترګو او د سلګیو په بدرګه وایي چې د شپې له ۱۰ بجې تر ۱۲ بجو ورباندې د خپل زولانه میړه د سترګو په وړاندې جنسي تعرض روان و، او وروسته ظالمو مصري پوځیانو په ډیر بدحالت له زندان څخه وایستله.

دغه میرمن وایي چې له دې سره شوی جنایت استثنایي نه دی، بلکې مصري پوځ له اکثرو اخواني اسلامپالو څخه د اعتراف لپاره له همدې طریقې کار اخلي، چې په پایله کې یي توقیف شوي کسان په نه کړیو جرمونو اعتراف ته اړ کیږي.

د مصر پوځ یو استعماري پوځ دی، چې څو لسیزې وړاندې داستعمارګرو له وتلو وروسته د هغوی ځایناستی شوی او کټ مټ د هغوی کردار ترسره کوي،دغه پوځ له انورالسادات وړاندې د شرقي کفري استعمار لخوا اکمالیده او له هغه وروسته چې أنورالسادات خپله قبله له روس څخه دامریکا په خوا واړوله اوس یي امریکا اکمالوي.

د مصر د پوځ کردار د اسلامپالو په وړاندې د استعماري او اجیرو پوځونو یوه بیلګه ده، چې په ټولو اسلامي هیوادونو کې تکراریږي، هغه اسلامپال چې په امریکایي راشن چلیدونکې اردو ورته ملي ښکاري باید چې په دغه ډول پيښو لږ دماغ وجنګوي او ځانونه په تشو عنواناتو ونه غولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x