خبرتیاوی او پیغامونه

د شيخ عبدالستار صديقي رحمه الله په مړينه د الحاج ميا محمد اغا د غمرازۍ پيغام

په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو ديني عالم، جهادي او علمی شخصيت شيخ القرآن والحديث مولوي عبدالستار صديقي د اجل داعي ته لبيک ووايه او له دې فاني نړۍ څخه يې د تل له پاره سترګې پټې کړې.

شيخ صاحب د علم او پوهې ستر منار او د جهاد د سنګرونو سالار و، چې د روسي اشغالګرو په وړاندې يې خپله جهادي مبارزه په ميړانه ترسره کړه او د امريکايي يرغل پر وړاندې هم الله تعالی پر خپل دين ثابت قدمه وساته او د هجرت په لاره کې يې خپل روح د اجل داعي ته وسپاره.

د شیخ صاحب مړينه د اسلامي امت او هيواد له پاره ستره ضايعه ده او تر ډيره به دغه تشه ډکه نه شي.

موږ د ارواښاد شيخ صاحب په مړينه د زړه له تله خواشيني يوو او په دغه ستر غم کې دده له درنې کورنۍ سره ځان شريک بولو.
روح يې ښاد جنت الفردوس يې ځای

انا لله وانا اليه راجعون

الحاج ميا محمد اغا د مولوي محمد يونس خالص د اسلامي حزب جهادي قوماندان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاچ استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون ژباړه : مونږ د الله ج له خوا له نشته شته شوی او واپس به هماغه الله ج ته ورګرځو له هماغه خاوری چه یی زیږولی وو بیا به د قیامت تر ورځی خاوری کیږو . له مونږ څخه چه څه پاتی کیږی هغه زمونږ شی او بدی کړنی دی . که مو شی چاری تر سره کړی مونږ به اشرف المخلوقاتو کی او که مو خدای ناخواسته بدی چاری مو تر سره کړی د اسفل سافلین تر کچی به رسیږو . شهید ته چه شهید ویل کیږی همدا یی معنی ده ، چه… نور لوستل »

مولوي محمدسليم انقياد ي

دملاعبدتلسلام سهادت داسلامى نړى لپاره دوياړ خبردى دکوم اصل مقصد لپاره جه نوموړي په کلونو مبازه وکړه اوهم ئ د زندانونوترخې شيبي تيرکړى بالاخره خپل اصلى هدف ته ورسيدى په شهادت ئ وياړو ملګرو او اقرباووته ئ دصبر اونعم البدل غوښتونکى يو اوهرملګرى ئ ملا عبدالسلام غوندي له الله تعلى څخه غواړو روح ئ ښاد يادئ تل شهيد ژوندى دى الله تعلى دي موږ ته هم شهادت رانصيب کړي ورورمو مولوي محمد سليم انقيادي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x