په کفري قانون کې د ښځې مقام

ترتيب: جلات خان مؤمن، او عبدالسلام حنفي
۱ ، د فرانسې په هغه قانون کي چې له نړيوالي جګړي څخه وروسته وضع شوي دي او د انسان د ازادي لپاره د عبادت او نورو مشقتو څخه د خلاصون لپاره اعلان په کې شوي وو ، خو خپله یې دا ماده کې لیکلي ده چې ښځه د دې اهلیت نه لري چې فروخت او فروش دي وکړي.

۲ ، او په منځنیو پیړیو کې د ښځې حالت دا وو ، چې ښځه دوهمه مرتبه مخلوق بلل کیده،

۳ ، او په همدغو پیړیو کې یې د ښځې خوله د جنسي غریضي د پوره کیدلو په منظور رسمي آله اعلان کړه ،

۴ ، او په کال ۵۸۶ میلادی کې په فرانسه کې په دې غونډه وشوه ، چې آیا ښځه انسان ده او کنه ، خو وروسته له زیات غور څخه یې ښځه انسان وبلله خو د نارینه د خدمت لپاره یو مخلوق وو،

۵ ، او د فرانسي په قانون کې ۲۱۷ صریحه ماده وه ، چې منکوحه ښځه بغیر د خپل خاوند له اجازې څخه حق نه درلودي، چې په خپل ملکیت کې بخښښ یو چا ته وکړي یا یې نقل کړي، او یا یې چا ته په ګروي ورکړي، او یا یې چا ته په عوض یا بغیر له عوضه ورکړي، بلکي په دې ټولو شیانو کې د خاوند اجازه شرط وه ،

۶ ، په انګلستان کې په انګلستانۍ ښځه باندي د مقدس کتاب زده کړه او ویل حرام وو ،البته دا ظلم تر ۱۸۵۰ میلادي کال پوري جاري وو، ماسوا له یو څو محدودو هیوادنو څخه ، حتا چې تر ۱۸۸۲ میلادي کال پوري ښخو ځانکړي حقوق نه درلودل , )سلسلة مقارنة الأديان , تأليف د . أحمد شلبي , ج3 , ص: 210 – 213 .(

۷ ، او په معاصرو یا ننیو پیړیو کې په امریکا ، اورپا او نورو صناعتي مملکتونو کې ښځه د یو ذلل او استهلاکوونکي مخلوق په غرض په تجارت کې کاریږي، ځکه چې ښځه تجارته د ودې ورکولو لپاره د تجارتې اعلاناتو یو جزء ګرځیدلی ده ، بلکي خبره تر داسي اندازي پوري رسیدلی ده ، چې ښځې خپل لباس د تجارت د پرمختیا لپاره وغورځوي، او په هر ځاي او هر وخت کي یې خپل جسد او بدن دې ته چمتو کړي چې د سړیو د ګټي اخیستني لپاره د یو سامان او آلې په حیث وکاریږي،

۸ ، د فرانسي پرمختللي خلکو د نړیوالي جګړې څخه تر خلاصون وروسته هغه د دوي په معتبر اساسي قانون کي چې د
اورپایي او اکثرو نړیوالو هیوادونو لپاره هم د قبول وړ وي، داسي لیکلي وو ، چې ښځه به همیشه په ځیني مالي تصرفاتو کې د خاوند د خوښي تابع وي، لکه څنګه چې دغه ټکي ته په دغه سند سره اشاره شوي ده، المادة (1426/ من القانون المدني الفرنسي).

۹ ، او همدارنګه د فرانسي په قانون کې چې د ناپلیون په وخت کې او یا مخکي له هغه وو ، داسي لیکلي وو ، چې ښځه یو نجس مخلوق دي . او ښځه د مقدس کتاب د مسحه کولو حق نه لري ،

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاچ استاذ بیانزی
میلمه
الجاچ استاذ بیانزی

حنفی صاحب اوسلام جان ورونو سلامونه می ومنی ! کفر د اسلام سره حتی د ورته والی وړتیا او معیارونه نه لری یعنی کفر د اسلام په مقابل قطب کی قرار لری د اسلام حرام په کفر کی حلال او د اسلام حلال به کفر کی حرام دی ، اسلام حق او کفر باطل ته وایی، هغه وخت مقایسه کیدونکی وی چه دوی ورته کارونه په لویه او یا ښکته کچه تر سره کړی، په دی اړه ډیر څه نه لیکم . قانون څه ته وایی: زما مطلب رښتونی قانون ، او یا رشتونی نظام کوم یو دی طبیعی ده… نور لوستل »