افغانستان

تخار: طالبانو د دولتي ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۵، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوی جنګیالیو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه په نښه کړې چې وروسته په دشت ارچي سیمه کې را نسکوره شوه.

نوموړي وویل چې د دولتي ځواکونو دوه هلیکوپتر الوتکې سیمي ته راغلې وي تر څو پر طالبانو بمباري وکړې خو یوه یې د طالبانو له لوري په نښه شوه او بله په تیښته بریالۍ شوه.

نوموړي ویلي چې یاده الوتکه د دوی تر کنټرول لاندي سیمو کې وغورځېده او ټوله عمله یې ووژل شوه.

د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي د پيښي تایید کړی او ویلي چې نن له غرمې وروسته یاده پېښه په دشت ارچي سیمه کې را منځته شوه.

نوموړي وویل چې هلیکوپتر الوتکې د طالبانو په سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده. او زیاته کړې چې د الوتکې عمله یې ژغورلې ده خو چورلکه لا د طالبانو په سیمه کې پاته ده.

یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې الوتکه د طالبانو په سیمه کې غورځېدلې، ځکه امنیتي ځواکونه اوس هغه سیمي ته نه شي ورتلی. نوموړی د الوتکې د عملې په اړه ناخبري وښودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x