افغانستان

امریکا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي

نن ټکی آسیا: امریکا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
امریکا وروسته له هغې د طالبانو او کابل چارواکو ترمنځ د مذاکراتو د پيلولو خبره کوي، چې طالبانو د جمعې په ماښام د کابل په لبناني هوټل د یوه بېساري سرتېري برید په ترڅ کې د امریکایانو په شمول ګڼو بهرنیانو ته درنه مرګ-ژوبله واړوله.

له دې وړاندې هم طالبانو په وار- وار له افغان حکومت سره د بهرنیانو په شتون کې د سولې مذاکرات ترسره کول رد کړي. دوی استدلال کوی چې د نړیوال ایتلاف په شتون کې د کابل حکومت د مذاکراتو هېڅ صلاحیت نلري او د دوی حیثیت تر یوه ګوډاګي حکومت زیات نه دی؛نو ځکه باید لومړی د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف مذاکراتو ته کینې او بیا داخلي بُعد!
 د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وايي،د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو پیل د افغانستان د جګړې د سوله ییز هواري لپاره یوازینۍ ډاډمنه لاره ده.
ولسمشر حامد کرزي پرون یو وار بیا ټینګار کړی چې؛ پاکستان او د امریکا متحده ایالات کولی شي؛ د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x