د افغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک: شېرعلي خان

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

شېرعلي خان داميردوست محمدخان له کشرانو زامنو څخه و،دمور (خديجې) له لوري يې نسب وزير رحمت الله خان دشاه زمان وزير ته رسيده.[1] دامير شېرعلي خان نوم په تاريخ کې دلومړى ځل لپاره هغه وخت يادشوى کله چي اميردوست محمد خان په کلکته او فېروزپور کې نظربند و، هملته دى هم ورسره او دځواني په نوي پوړ کې و.[2]

شېرعلي خان له کلکتې څخه دامير دوست محمد خان تر راستنېدلو وروسته تل له هغه سره و،اميردوست محمد خان هم ډېر اعتماد پرې کاوو او ډېرمهم مسؤليتونه يي ورسپارل. کله چي اميردوست محمدخان دهرات دنيولو لپاره هوډ وکړ، اميرشېرعليخان ته يې چي په کندهار کې و، احوال ورکړ تر څو دهرات په لوري وړاندي لاړشي.امير شېرعلي خان له کندهار څخه راووت،فراه يې له ميرافضل خان څخه ونيوله او له دوست محمدخان سره يوځاى شو.[3]دوست محمد او شېرعلي هرات ته ولاړل اودهرات ښاريي محاصره کړ، دهرات والي سلطان احمدخان کلک مقاومت وکړ.هغه مهال چي دوى هرات په محاصره کې نيولى وو، دسلطان احمدخان مېرمن دشېرعلي خان سکه خور او ددوست محمدخان لور په هرات کې وفات شوه.[4]

په همدې مهال چي هرات لانه وو،تسليم شوى؛ دوست محمدخان خپل زامن،سرداران اواميران سره راټول کړل ، هغوى ته يې په خطاب کي وويل :

“لکه څرنګه چې ما په کابل کې محمدعليخان دهغه دپلار په ځاى وليعهدکړ اوتوره مي يې تر ملاوتړله او ستاسو ښاغلو حضور ته مي په خطاب کې وويل چي شېرعليخان زما ځاى ناستى دى.نن چي زه يوې سختې ناروغۍ نيولى يم، غواړم سردارشېرعلي خان خپل ځاى ناستى وټاکم، تاسو څه پکې واياست؟

اميرانوشېرعلي خان ومانه او مبارکي يې ورکړه. له هغه وروسته يې په خپل لاس اميرشېرعلي خان ته پګړۍ ورپه سر کړه، توره يي تر ملا وروتړله او دمشرانو او کشرانو زامنو ترمخ يي ورته دلښکر داميرۍ منصب ورکړ”.[5]

اميردوست محمدخان په ٢١ دذوالحجي ١٢٧٨ سپوږميز کال وفات شو،دوصيت سره سم شېرعلي خان په ٤٠ کلنۍ کي دواک پر ګدۍ کښېناست.[6]

په ١٨٦٣ ز کال يې انګرېزانو ته دخپلي پاچهي اعلان وکړ، خوهغوى ترشپږومياشتوله ځواب ورکولو ډډه وکړه، وروسته يې دځينو مجبوريتونو له مخي ومانه.[7]

کله چي شېرعلي خان پاچا شو،په کندهارکې امين الله خان ، په شمالي ولايتونو کې محمد افضل خان ، په فراه کې شريف خان،په کرم اوخوست کي محمداعظم خان او په کندهار کي امين الله خان والي و.

محمداعظم خان دافضل خان کشر ورور غوښتل ، واک له اميرشېرعلي خان څخه واخيستل شي او محمدافضل خان ته ورکړل شي،دهمدې لپاره يي له لومړى سره له بيعت څخه نټه کوله،خوسيدجمال الدين افغاني چي دده (محمداعظم) استادو،دى مجبورکړ،ترڅو ورسره بيعت وکړي.محمد اعظم خان په ښکاره بيعت وکړ خو په پټه دموقعې په انتظار وو. [8]

اعظم خان افضل خان ته ليک ولېږه اوغوښتل يې هغه بغاوت ته وهڅوي،خو افضل خان ورته پاملرنه ونه کړه.

په همدې حال کې شېرعلي خان خپلو وروڼو ته احکام او دبيعت کولو پيغام واستاوو،محمدشريف  اومحمد افضل خان بيعت وکړ،خو محمدامين خان ورته څه ځواب ورنه کړ.

محمداعظم خان دافضل خان دپارولو لپاره هغه ته بل ليک وليږه،دا ليک شېرعلي خان ګير کړ، محمد افضل خان ته يي احوال واستاوو،ترڅو له بغاوته لاس په سرشي.خپله له لښکر سره دزرمت په لور ولاړ،محمداعظم خان دلښکرپه ليدلو په راولپنډۍ کې له انګرېزانو سره پناه واخسته.[9]

افضل خان يې ليک ته اهميت ورنکړ،شېرعلي خان يي په مقابل کي لښکرکښي وکړه،محمدعليخان يي مخکې واستاوو، هغه دهندوکش دباجګاه په سيمه کې محمد افضل خان ته ماتې ورکړه اوله شېرعلي خان څخه يې هدايت وغوښت.[10]

شېرعلي خان محمد افضل خان نظربند او دغزني په لوري يي واستاوو.عبدالرحمن دافضل خان زوى چي د خپل پلار دتسليميدلو واورېدل،دبخاراپه لوري وتښتيد.

شېرعليخان کابل ته راوګرځېد، په کابل کې له پټې توطئي څخه چي غړي يي محمداسلم،محمدسرور او جلال الدين خان وو،خبرشو.محمد سرور يي وباښو او جلال الدين محمد افضل ته ورغى.

محمدسرور له کابل څخه وتښتيد او له محمدامين سره چي په کندهارکې وو،يوځاى شو.شېرعليخان دامين الله خان دارامولو لپاره دکندهار په لوري لښکر ولېږه، دلښکرمشر محمدعليخان دشېرعليخان زوى و.لښکري په کلات کي سره مخامخ شوې،سخته جګړه ونښته او په ترڅ کې يې اته زره کسان ووژل شول.

په وژل شووکي محمدعليخان او امين الله خان دواړه سرلښکران هم وو.[11]

شېرعليخان دورور او زوى په وژل کېدلو ډير خواشېنى شو او په کندهار کې يي يواځېتوب غوره کړ.

اميرعبدالرحمن خان چي په بخارا کې دموقعې په لټه کې و، داميرشېرعلي په ګوښه نشيني خبر اوله بخارا څخه دافغانستان شمال ته راغى،هلته محمداعظم خان ورسره يوځاى دکابل په لوري وخوځيدل ، کابل يي ونيو.

شېرعليخان دکابل په نيولو خبر شو ، په بېړه يي لښکر چمتو کړاودکابل په لوري وخوځيدل،دوردکوپه سيمه کي دعبدالرحمن لښکرې ورسره مخامخ شوې،شېرعلي خان ماتې وخوړه اودکندهار په لوري يي شاتګ وکړ.

عبدالرحمن خپل پلار محمدافضل خان دغزني له زندانه خلاص او کابل ته يې راووست،هلته يې دپاچا په توګه اعلان کړ.[12](١٢٨٣هـ ق)

په دې توګه دشېرعلي خان څلورنيم کلن لومړى سلطنت پاى ته ورسيد.

شېرعلي خان له غزني څخه کندهار ته راوګرځيد،دلښکر په چمتو کولو بيا دکابل په لور وړاندي لاړ، دقلات په سيمه کي په ٩ رمضان ١٢٨٣ هـ کال  دعبدالرحمن او محمد اعظم خان له لښکرو سره مخامخ شو،په جنګ کې يي ماتې وخوړه او هرات ته ولاړ.

عبدالرحمن خان دکندهار له نيولو وروسته بيرته کابل ته راغى،شېرعلي خان دخپل زوى په مرسته دپوځ له تيارولو وروسته دميمنې له لاري مزارشريف ته ولاړ،له هغه ځايه يي غوښتل په کابل حمله وکړي،خو عبدالرحمن خان يي مخې ته ورغى او دبازارک په سيمه کې چي دپنجشېر له توابعو څخه ده، جنګ وکړ. دشېرعلي خان سرلښکر ووژل سو او لښکر يي ماتې وخوړه .[13]

په ١٢٨٤هـ کال محمد افضل خان وفات او پر ځاى يي ورور محمداعظم خان کښېناست.

محمداعظم خان عبدالرحمن خان شمالي سيمو ته واستاوو او امر يي ورته وکړ تر څو ميمنه محاصره کړي،عبدالرحمن خان په شمالي کې وو،چي يعقوب خان دشېرعلي خان زوى دکندهارپه لوري پرمختګ پيل کړ.دآب هلمندپه سيمه کې يي محمدسرورخان داعظم خان زوى ته ماتې ورکړه،سرور دکندهارپه لوري په شاشو،خو يعقوب خان تعقيب کړ ، سرور غزني ته وتښتيد او يعقوب خان کندهار ونيو .

شېرعلي خان محمدهاشم په کندهار کې پرېښود او خپله دکابل په لوري پرمخ ولاړ،په غزني کې داعظم خان له قواوو سره مخامخ شو ، داعظم خان قواوو ته يي ماتې ورکړه ، اعظم خان دباميانو لور ته ولاړ هلته له عبدالرحمن خان سره يوځاى شو، عبدالرحمن خان او محمداعظم خان بيا لښکر تيار او دشېرعليخان دمخې نيولو لپاره راوخوځيدل.

شېرعلي خان محمداعظم خان ته له ماتې ورکولو وروسته دکابل په لوري وړاندې ولاړ،کابل ته نژدې دعبدالرحمن له قواووسره مخامخ شو،جنګ وشو،عبدالرحمن اومحمد اعظم خان ماتې وخوړه،دايران په لوري وتښتېدل او شېر عليخان دکابل په نيولو ددوهم ځل لپاره په پلاز کښېناست. (د١٢٨٥هـ دروژې مياشت،٧ سپتمبر ١٨٦٨ز)[14]

دشېرعلي خان ډېر رقيبان له منځه تللي وو، محمداعظم ايران ته وتښتېداوهلته مړشو،عبدالرحمن خان دډېري بېوسۍ په حالت کې بخارا ته پناه يوړه.

شېرعلي خان دميدان په صافېدلو مدني پرمختګ ته پاملرنه وکړه،پوځ يې تنظيم کړ،دداخلي چارو په سمبالولو لګيا شوو،چي لوى مرستندوى يي دختيځ ستورى سيد جمال الدين افغاني و،جمال الدين افغاني تل دافغانانو ديووالي او پرمختګ لپاره هڅي کولې،شېرعلي خان ته يي پلانونه ورکړل اوورڅخه ويې غوښتل ترڅو عملي بڼه ورکړې، سيدجمال الدين افغاني چي دستريرغلګرځواک (انګرېزانو) لوى مخالف و، شېرعلي خان تشويق کړ، تر څو افغانان دعلم په ګېڼه سمبال او انګرېزانو سره وجنګېږي.

پاچا ددوهم ځل لپاره دپلاز له ترلاسه کولو وروسته شهزاده عبدالله جان وليعهد کړ چې له امله يې مشران زامن خصوصاً يعقوب خان ترې خفه شو، له کندهار يې په هرات حمله وکړه خو بيرته پېښمانه شو او ده ته راوګرځيد ،ده په بالاحصار کي بندي کړ.

همدارنګه يې له انګرېزانو سره اړېکي ونيولې،دهغوى په بلنه هند ته ولاړ.په امباله کې يې له هندي وايسراى سره په ٢٧ مارچ ١٩٦٩زکال وکتل،خو خبرو يې کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده. بل ځل يې سيدنورمحمدشاه ولېږه، هغه په پېښور کې له انګرېزي هيئت سره وکتل ،خو داځل هم ترې څه بود نشول.

له بل لوري په ١٨٧٨ ز کال دجولاى په ٢٢ نېټه روسي هيئت دبريدجنرال ستوليتوف په مشري کابل ته راوسيد، له امير سره يې وليدل اوستري وعدې يې ورکړي،يوتړون يې لاسليک کړ،په تړون کې يې داهم وويل چي که چېرته انګرېزانو په افغانستان حمله وکړه،دوى به مرسته کوي.[15]

انګرېزانوچي کله واورېدل،امير له روسي استازو سره کتلي او تړون يې لاسليک کړى، په وېره کې شول. شېرعلي خان ته يې خپل نمائنده ګان راولېږل. خو نمائنده ګان په داسي حال کي راورسيدل چي اميردخپل ګران زوى عبدالله جان په فاتحه ناست و،ځکه يې نو هيئت ونه مانه او له فاتحې وروسته يې دليدني ورته وويل.انګرېزانو دادځان سپکاوى وباله او دکيوناري په مشري يې پوځونه دافغانستانو په سرحدونو را واوښتل.

شېرعلي خان دانګرېزانو ديرغل له امله مزارشريف ته شاته شو،هلته په دې هيله چي روسيه به يي کومک وکړي،خپل وزيرخارجه ملاشادمحمدخان کتب خيل لوګرى روسيې ته واستاوو،خوروسانو له انګرېزانو سره دجنګ پلان نه درلود،له همدې امله يې د شېرعليخان له مرستې څخه نټه وکړه.شېرعلي خان په ډيرمايوسانه حال کې دنقرس دناروغۍ له امله د ١٢٩٦ د صفري په ٢٩ نېټه چي د ١٨٧٩ ز دفروري له مياشت سره سمون خوري،په ٥٨ کلنۍ له همدې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.[16]

شېرعلي خان دافغانستان له سترو باچهانو څخه دى ، که څه هم ځېني اشتباهاتو يې افغانستان ته دلسېزو تاوان ورساوو، خوبياهم ده دافغانستان دچارو دلاښه سمون لپاره ډېر کار وکړ،وزراتونه يې جوړکړل،هغوى ته يې په پښتو نومونه ورکړل.دسيدجمال الدين افغاني په مرسته يې دخلکو د رابيدارولواودعلم دخورولولپاره هڅې پيل کړې،هغه نومونه چي دبعضو وزارتونو او پوځي منصبونو لپاره په پښتو ورکړل شوي وو، ځېني په دې توګه دي :

لوي ملک(دماليې وزير) لوي مين دباندي (دبهرنيو چارو وزير) لوى مين دغرو (دکورنيو چارووزير)، لوي ټول مختار (لومړى وزير) او داسې نور ….

شېرعلي خان هيواد په پنځو لويو ولايتونو وېشلى و:

١- کابل ولايت   ٢- کندهار ولايت     ٣-هرات ولايت

٤- افغاني ترکستان              ٥- فراه ولايت [17]

دشېرعلي خان دحکومت مشهور چارواکي:

١- سيدنورمحمدشاه          ٢- حبيب الله خان وردک

٣- ارسلاخان جبارخيل    ٤- عصمت الله خان غلجى

٥- ميرزامحمد حسن خان    ٦- حسين علي پنجشيري

٧- احمدعلي خان چغتايي [18]

دليتوګرافي مطبعۀ يې دميرزا عبدالعلي په مشري تاسيس کړه.د”شمس النهار” په نوم جريده يې په ١٦ مخونو کې په مياشت کې دوه يادرې ځلې خپروله.[19]همداشان دانګرېزي هنداوانګلستان ټول جرايداواخبارونه شېرعليخان ته راتلل.

دکابل شمال ته يې په ١٨٧٠ ز کال دشېرپور په نوم ديوه ښار بنسټ هم کيښود،چي دانګرېزانو دحملې له امله يې کار نيمګړى پاته شو.[20]

په لنډه توګه ويلاى شو،شېرعليخان که څه هم ځيني غټې اشتباوي وکړې خو يو پوه واکمن ، بريالي سرلښکر او عالم شخصيت و.

دده له خولې دا لنډۍ راپاته دي :

ما ويل په تا به زړګى ښاد کړم

اوس له تاوړم دارمانجن زړګي داغونه

ديارۍ لاس مي درته درکړ

پر تابايلـــــــــــم ســــــر او مال هم اولادونه[21]

سرچينې:

[1] – افغانستان درقرن ١٩، ٢١٥ مخ ١ټوک .سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[2] – دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه، ٩٠مخ. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

[3] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٨٥ مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[4] – هماغه ماخذ، ١٨٦ مخ.

[5] – ګذارشات پادشاه متاخر افغانستان،٤٨مخ .يعقوب علي خان خافي.بنګاه انتشارات ميوند.

[6] – افغانستان رعصر سلسله ي محمدزايي، اکبرفياضي،سايت پژوهس سراى تاريخ افغانستان،انټرنېټ.

[7] – افغانستان درمسيرتاريخ،٥٩٠ مخ١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[8] – افغانستان درقرن ١٩، ٢١٧ مخ.

[9] – از امير کبير تارهبر کبير ١٢٢ مخ. علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[10] – ګذارشات پادشاهان متاخر افغانستان، ٧٧مخ.

[11] – افغانستان تر وروستي افغانه، ١٨٧ مخ ١ ټوک . غلام محمد زرملوال،دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٣ ل.

[12] – تاج التواريخ ،٦١ مخ ١ټوک.اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[13] – درقرن ١٩، ٢٣٥ مخ.

[14] – پورتنى ماخذ، ٢٤١ مخ.

[15] – دافغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، ٩٥، ١٠٨ او ١١٢ مخونه.

[16] – درقرن ١٩، ٣٢٤ مخ.

[17] – سرحدات وتقسيمات اداري افغانستان درطول تاريخ،٣٢ مخ.پوهاندغلام جيلاني عارض. ختيځ بيا رغونې اداره (کور) ،سرطان ١٣٨٢هـ ل.

[18] – دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه، ١٠٠مخ.

[19] – از امير کبير تارهبر کبير، ١٣٨ مخ .

[20] – افغانستان درمسيرتاريخ، ٥٩٤ مخ.

[21] – نړۍ مجله، لومړى کال درېيمه ګڼه، زمرى ١٣٨٥ هـ ش، جلال کوټ.

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.