غزل/ ذکريا حقاني

ذکريا حقاني
میــنــې څـومره لـــوړ قیمت لرې زیبا یې
تــه د ژونــد رښــتـــیني رهــنما یــــــــې

میـــني چــا د یو رښتــینـی حق اداء کـړ
تـه حسینــه یې د ښــو خلـــکو صدا یـې

ته خایـستـه یې جهـان په تا خایسته دی
مـــینې تـه د ژونـــد په غیـږه کې رڼا یې

مینــې تاته سـلامي د وخت شاهان کړي
مــــینې څــومـره بختوره یې وفا یـــــې

لــوړ اعـــزار لــرې د پــاکو زړونو مل یې
د ایــمان پــه نـور رنګـینــه یـې صفا یې

زکــــریا درنــه لوګـــی شـه سپــیلنـی شه
ته یې ژوند ته بل مشال یې او ښکلا یې

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.