څنګه مطالعه وکړو؟

ژباړه: تور پيکۍ غرنۍ
له تاسو غواړم تر څو د مطالعې یوه ښه لاره راته زده کړئ. ځکه لدې سره سره چې ډېر درس وایم بیا هم ښې نمرې نه تر لاسه کوم. او هغه درس چې وایم سبا مې په ښه ډول په یاد پاتې نه وي د ازموینې له پاره یې هم باید له دوه وارو کم ونه وایم؛ ځکه چې که یو ځل یې ووایم نو هېرېږي مې. له تاسې څخه هیله کوم چې ما ښې لارې ته رهنمايي کړئ، تر څو وکولای شم په خپلو درسونو کې بریالی اوسم.

یوه بریالۍ مطالعه باید په ارامۍ او پرته له فشار او تشویش څخه تر سره شي تر څو رضایت منونکې او ګټوره وي.
ددې له پاره چې دې پوښتنو ته کامل او پوره ځواب ورکړو ځينې اړین ټکي د مطالعې د ځای، لارې، اغیزمنیتا، تمرکز او چټکتیا په اړه په ترتیب بیانوو تر څو د هغې په یادولو خپلې ستونزې لری کړئ.

د مطالعې ځای:
۱ – یو شمیر خلک غوره ګڼي چې په چوپتیا کې مطالعه وکړي او یو شمېر بیا ده دا ښه ګڼي چې په شور ماشور کې مطالعه وکړي. خو دا عادتونه مو هېر کړئ. تاسې باید د مطالعې په وخت کې د خپلې مطالعې او درس په اړه فکر وکړئ نه د ارامتیا او یا هم د شور ماشور په اړه. ځینې خبرې او رسمي ناستو په اړه هېڅ اندېښنه مه کوئ او په هر حالت کې تاسې راحته یاست هغسې مو مطالعه وکړئ.

۲ – کله کله له استثنایي او په زړه پورې ځایونو څخه ګټه واخلئ؛ تر هغه مطلب چې مطالعه کوی له هغې خاطرې سره یو ځای مو په ذهن کې پاتې شي مثلا: په یوه باراني شپه کې له یوه څراغ سره په باران کې یو مطلب مطالعه کړئ او یا په یوه تاریخي او پخواني ځای کې د خپلې خوښې مطلب مطالعه کړئ.

۳ – که امکان ولري ستاسې د مطالعې وړ موضوع سره چې تاسې یې انتخابوي همغږي او مطالبقت ولري نو دا کار د موثریت او ګټې اخیستنې په زیاتوالي کې به له تاسې سره مرسته وکړي. همغږي ستاسې د اړتیا وړ اسبابو او لوازمو ته هم شاملېږي.

۴ – ستاسې د مطالعې په ځای کې باید نورو ځایونو ته د لیدلو لاره هم وي، ځکه چې په مطالعه کې دمه کول او بل خواته سترګې اړول د مطالعې په اغېزمنتا کې ډېره ګټه لري حداقل کله د کوټې چت ته وګورئ.

۵ – هېڅ کله خپله مطالعه په یو ځانګړي ځای پورې مه تړئ؛ ځکه پدې صورت کې بهانه پیدا کوی چې په نورو ځایونو کې له مطالعې ځان خلاص کړی. په یاد ولرئ، چې په حقیقت کې د مطالعې ځای هغه ځای دی، چېرته چې تاسې یاست.

۶ – پاملرنه وکړئ، چې د روښنایي اندازه، د تودوخې درجه، څوکۍ او نور شرایط ستاسې د مطالعې په ځای کې په هغه ډول نه وي چې تاسې خوبولي کړي.

۷ – ښه هوا او اکسیجن د ښې او موثرې مطالعې اړین او حیاتي شرط دی.

د مطالعې ډول:
د ادریل جانسون په وینا ښه کتاب ښه لوستل نه شو کولای د مور زادي خواصو څخه وشمېرو د لوستلو له پاره له شک پرته ځانګړې روزنه لازمه ده.

۱ – د کتاب لوستلو غوره لاره هغه لاره ده، چې لوستونکی پدې کار وکولای شي د هغه کتاب ښکلا ومومي کوم چې دی يې لولي او په لازم وخت کې دې په نیمګړتیاوو پوه شي او ډېر څه یې د له ویلو ترلاسه کړي.

۲ – د هغه کلماتو معنی ته پاملرنه وکړئ، چې د لومړي ځل له پاره ورسره مخ کېږی. بې ځایه تصور مه کوئ، چې تاسې ته به هغه معنی د مطلب لوستل روښانه کړي. هغه وخت به ښه وخت وي، چې تاسې د لغاتو خبرې ته مخه کړی.

۴ – امیل فاکه فرانسوي لیکوونکی پدې باور دی؛ چې باید د کتاب په لوستلو کې استقامت ولرو، استقامت سر تمبه کول نه دي؛ بلکې هغه صبر دی؛ چې زموږ لېوالتیا روزي او زموږ درک ژوروي.

۵ – مون ټني نامتو فرانسوي پوه د کتاب د غوره کولو او دکتاب د لوستلو له پاره نوی او ښایسته نظر لري. چې د هغه په عقیده یو نظر یې دا دی: چې د یو کتاب ژورې معنی د تر لاسه کولو له پاره باید هغه کتاب بیا ځلي ولولو او هغې سره تل پاتې اړیکه ولرو. یو قیمتې اثر موږ نیکمرغه کوي موږ نشو کولای په یو وار ویلو تر دې نیکمرغۍ ورسېږو که هر څو مو په یو وار لوستلو فوق العاده دقت کړی وي.

۶ – همدارنګه نوموړی پدې متعقد دی، چې که وغواړئ د هغه کتاب په اړه چې لوستی مو دی مناسب نظر تر لاسه کړئ، نو باید د هغه په اړه خبرې اترې وکړئ. ښه کتابونه اغیزمنو خبرو اترو لار موږ ته راښيي او دا هغه څه دي چې موږ یې مباحثه بولو.

۷ – د مطالعې ۵۰۰ ټکي په کتاب کې راغلي دي د مطالعې له پاره یوه ښه لاره د یاداشت نه ګټه اخیستل دي یوازې پاملرنه وکړئ، چې د یاداشت په ځای روی نویسي ونه کړئ یاداشت شوي ټکي روښانه ولیکئ که مو کوم مطلب درک نه کړ پوښتنې په ډول یې یاداشت کړئ.

۸ – د ولوستلو او درک له پاره چټکې لارې کتاب کې وړاندیز شوی چې د مطالعې پر مهال لومړی د مطلب خلاصه چې اکثره د کتاب په لومړی برخه کې دي ولولئ. او وروسته یې فهرستونه او سرلیکونه ولولئ؛ بیا د هر سرلیک لومړی څو کرښې مطاله کړئ ځکه چې تر ټولو اړین مطلب په لومړیو څو کرښو کې وي او بیا په پای کې د کتاب د برخې نور توضیحات د خپل خبراداری له پاره ولولئ.

۹ – لیکن یوه ښکلې جمله ددې په اړه لیکلې ده. ( ځینې کتابونه باید وڅکو، یو شمېر یې باید وخوړل شي او څو دانې یې باید وژول شي او هضم هم شي.)

د مطالعې اغیزې:
۱ – د مطالعې کیفیت لوړ کړئ، په هغه حالت کې چې فکر مو ګډوډ وو او د سطحي لوستلو باندې قناعت مه کوئ. او دمطلب مفهوم او معنی ته پام کوئ تر هغې چې څه ته اړتیا وي هغه په ښه توګه درک کړئ.

۲ – د مطالعې حجم ستاسې ذهن خراب نه کړي ډېره او چټکه مطالعه یوازې د ډېر پوهېدو له پاره مهمه نه ده. نو لومړی هغه څه برداشت کړئ چې غواړی په پوه شی.

۳ – مخکې له دې چې د کتاب اصلي موضوع څخه ووځئ او بل مخ ته لاړ شی هغه برخې چې مو خوښېږي چې په ذهن کې مو پاتې شي مشخصې کړئ.

۴ – هرومرو د خپلې مطالعې له پاره برنامه ولرئ، د یاداشت اراده ولرئ. که نه په کومو موضوعاتو باید تمرکز وکړی کومې پوښتنې ذهن کې لرئ چې کتاب د لوستلو څخه وروسته ځواب شي ټول باید مخکې له مخکې پلان شي.

۵ – باید هغه کتاب چې تاسې یې لولئ ستاسې وي. چې په آسانۍ وکولای شی یو شمېر ټکي پکې نښاني کړی رنګه قلم څخه ګټه واخلئ دا به تاسې سره د د یاداشت شوو ټکو په پوهېدو کې ډېره مرسته وکړي. خو همدا رنګ شوی ټکي باید تاسې د کتاب د نورو کرښو څخه ګټه اخیسته راکمه نه کړي.

۶- د مطالعې په یو مهال کې یو قلم له ځان سره ولرئ، ځکه هغه وخت مطالعه اغیزمنه کېږي چې د مطالعې سره د خپل ذهن پوښتنې د کتاب له لارښونو سره مطابقت ورکړئ او کتاب په حاشیه کې یې یاداشت کړئ.

۷ – د مطالعې او نورو کارونو تر منځ هر یو انډول وټاکئ، تر څو هم له ویلو ستړي نه شی او هم د مطالعې په برخه کې خپله تجربه او عمل زیات کړئ.

۸ – ګډه وډه مطالعه یا هم د بېلابېل متانقص موضوعات ستاسې د موثریت د کموالي لامل کېږي. هڅه وکړئ، چې د خپل ځان له پاره مو د مطالعې کتاب وټاکئ؛ خپله مخکینۍ مطالعه مو په نظر کې ونیسئ. تر څو ستاسې فکري نظم له منځه لاړ نه شي.

۹ – د کاغذ رنګ، د قلم رنګ، د کیناستلو ډول، د سترګو واټن له کتابه، د چاپیریال رڼا او نور شرایط د مطالعې په اغیزمنیتا کې ګټور دي.

د مطالعې تمرکز:
ډاکټر خادمي د سیستماټکې مطالعې په کتاب کې لازمي حواس د تمرکز له پاره ځینې ټکي راپېژني چې عبارت دي:
۱ – اړوندې موضوع له پاره لېوالتیا د تمرکز د رامنځته کولو او په مطالعه کې دقت یو اړین څیز دی.

۲ – ځینې روحي او جسمي مسایل هم ښایي د انسان تمرکز له منځه یوسي کله لوږه، تنده، ناروغي، خپګان، اندېښنه…

۳ – یو شمېر محیطي مسایل هم د تمرکز د له منځه وړلو لامل کېږي.
لکه: ډېر شور ماشور، کمه یا زیاته روښنایي، نامناسبې جامې …

۴ – د مطالعې د له منځه وړلو یو بل اړین لامل بیړه اړ تشناب دی، چې د مطالعې کچه راټیټوي او تمرکز له منځه وړي.

د مطالعې چټکتیا:
۱ – ډاکټر فیل ریس وړاندیز کوي چې د ډېرې موثرې مطالعې او چټکتیا مو زیاته شي نو هرمرو یو وار د کتاب فهرست ته نظر وکړئ. تر څو د کتاب ټولو مطالبو په اړه خبرتیا تر لاسه کړئ.

۲ – چټک لوستل همېشه مناسب نه دي او هغه مطالب چې ژور فکر ته اړتیا لري اصلا باید ترې کار واخیستل شي.

۳ – زمونږ مغز همېشه کلمات په بیړه زموږ له بیان څخه پیدا کوي. د سرعت د زیاتوالي له پاره هڅه وکړئ، په لوړ غږ کتاب لوستل پرېږدئ.

۴ – تمرین وکړئ، تر څو د جملې، لغت په لغت پوهېدو پر ځای د لغاتو په ګروهي درک پوهېدو باندې عادت وکړئ.

۵ – هغه کسان چې په ګوته د مطالعې وړ خط څاري دا عادت مو پرېږدئ؛ ځکه چې لوستلو کې یوازې سترګې کار کوي نه لاس او نه هم ژبه.

۶- حتمي د پاڼو اړول هم د وخت ضایع کیدلو څخه مخینوی کوي د ورقو سم اړول هغه دي چې پاڼه په چپ لاس او له پاسینۍ برخې څخه واړول شي او د پاڼې له خلاصېدو څخه څو شیبې وړاندې د پاڼې اړولو له پاره لاس چتموي وي. هغه کسان چې په ښي لاس پاڼه اړوي او د پاڼې له لاندنۍ برخې څخه پاڼه اړوي نو دوی خپل سرعت او چټکتیا کموي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.