خبرتیاوی او پیغامونه

د تکړه ژورنالیست ایوارډ سعادت شفق ته نن په پيښور کي ورکول کیږي

ترټول شاته تر ټولو وړاندي-

چيف سټوري لائن ريپورټر سعادت شفق ته نن ورځ دوبجې ماسپخين لمانځه وروسته دپولې پوري راډيو او دخيبر پښتونخوا دثقافت له وزير سيد عاقل شاه لخوا د يو ښه ژورنالست ايوارډ ورکول کيږې.

سعادت شفق پولې پوري راډيو اولنې ژورنالست اوڅپريال دي چې دته دپولې پوري راډيو لخوا ايوارډ ورکول کيږې.کوم انډيوالان چې غواړي چې تاريخې غونډه کې ګډون وکړي نوهغه دي فيز ترې څوک ارباب روډ مارکوپلو هوټل پيښور ته ځان ورسوي.

ښاغلۍ سعادت شفق د انجنير مغل خان زوی پر ۱۹۸۵ کال دکابل ولايت قلعه ګلباز نومي سيمه کې زېږېدلی.نوموړی په کوچنيوالي کې دپلار له سيوري محروم شواو دترونو او ماماګانو تر سرپرستۍ لاندې يې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې دکونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د دارالارقم په نوم دار لايتام کې او ثانوي زده کړې پر ۲۰۰۵ کال په سيد جمال الدين افغان عالي لېسه کې سرته ورسولې.نوموړي له دولسم ټولګي وروسته دکمپيوټر ساينس اوبښتوڅانګه کې زده کړه وکړه او پر ۲۰۰۶ کال يې په کمپيوټر څانګه کې يو کلنه ډيپلومه ترلاسه کړه اوپه ٢٠١١ کې دپښتوڅانګه کې دابوعلې سينا دارلمعلمين نه په لومړي درچه بريالې شو؛خو دا دشفق دزده کړو پيل يا پای نه و؛بلکې ددې ترڅنګ يې داسلامي علومو زده کړې او دپاک قرآن حفظ هم جاري ساتلی و،چې څه موده وروسته يې دقرآن حفظ او ديني زده کړې دحديثو تر دورې پورې بشپړې کړې.شفق پر ۲۰۰۷ کال کې دپکټ راډیو په ورکشاپ کې له ګډون وروسته له دغې ادارې سره د رپوټر په توګه دنده پيل کړه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې ګڼ شمېر رپوټونه چمتو کړي.شفق دامهال په پېښور کې د پکټ راډیو دژوندۍ خپرونې او ددغې ادارې د ډرامې په برخه کې دچيف سټورلائن ريپورټر اودحجرا پروگرام پروډيوسراودباډرلائن مجلې دخيبر پختونخوا استازي او داسلامې ليکنو مسؤل دنده پر مخ بيايي.ديادونې وړ ده چې نوموړي اولنې افغان ژورنالست دي چې دخيبر پختونخوا اود پولې پور راډيولخوا ورته ايوارډ ورکول کيږې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx