نظــر

فرهنکي ديپلوماسي – درېیمه برخه

فرهنګي ديپلوماسي:

هغه قواعد،اصول او ارزښتونه دي چې په ملي او نړیواله کچه وګړي یا یو دولت ته په فرهنګي برخه کې لارښوونه کوي.
که څه هم په لرغونو زمانو کې د فرهنګي ديپلوماسۍ نوم اخېستل شوی نه دی،خو د کرارۍ او فن له لارې پر خلکو د اغیز لارې چارې له پخوا دود وې.د سارې په توګه یو روایت داسې وايي چې د شپږمې ياپينځمې له ميلاده مخکې پېړۍ پرمهال په لرغوني چين کې د ” لائوسه ” په نامه یو فیلسوف ژوندکاوه.دې استاد د داسې یوې طریقې بنسټ اېښی

چې هغه درې ستنې درلودې: اقتصاد،سادګي او له ټولو سره ښه اخلاق .
هغه په دې معتقد و ،چې د مقاومت تر اغېزه ، د نه مقاومت اغېز زیات دی .
” نوې ديپلوماسي خورا لرغونی تاریخ نه لري . په واقعیت کې نوې ديپلوماسي د دولتونو د سیستم Stute Systom د وستفالي ۱۶۴۸ تړون نه وروسته رامنځته شوې ده “
“دویمه نړیواله جګړه ، د نوې ديپلوماسۍ لپاره يوه ستره آزموینه وه . دې جګړې د ديپلوماسۍ نیمګړي او پیاوړي اړخونه ښه راڅرګند کړل . او د جګړې فاتحین دې ته اړوتل چې د نړیوالو اړیکو نیمګړتیاوې د خپل تصور او پوهې له مخې سمې او بشپړې کړي . په دې کار کې د هغو اساسي هدف د زور مخنيوی ، د ملګرو ملتونو او اتلانتیک د سازمان له خوا د نیمګړتیاوو لرې کول و “.
له لرغونو زمانو راهیسې د نړیوالو اړیکو اساسي ستنې او بنسټونه درې ګڼل کېدل:
الف:سیاسي
ب:اقتصادي
ج:امنیتي
تر سړې جګړې وروسته ، کارپوهان او د نړیوالو اړیکو په تېره بیا عمومي دیپلوماسۍ څېړونکي په دې نظر شول ، چې د اوسنۍ زمانې په سیاست او کړکیچن دوران کې تر ټولو اغېزمن اړیکي ، فرهنګي اړیکي دي .
اوس په پوهنیزه توګه ، حقوقپوهان د نړیوالو اړیکو په اصولو کې تر هغو دریو نه وروسته ، فرهنګي هغه څلورمه ستنه ګڼل کېږي.
دغه پوهان فرهنګي دیپلوماسي د هېوادونو په بهرني سیاست کې د “نرم واک “په نامه یادوي . یا دا چې د دوي په وینا نرم واک فرهنګي ديپلوماسي ده .
نرم واک (Soft War)هغه لارې چارې،وسایل او کړه وړه دي چې د هېوادونو یا بېلابېلو ولسونو او خلکو ته د هغو له لارې فرهنګي اغېز ورلېږدول کېږي .
په بله وینا،د فرهنګ،دود دستور او ځانګړو ایډیالونو له لارې پر نورو غوره اغېز ، فرهنګي ديپلوماسي ده.
په دې کار کې ، دخپل هېواد په فرهنګي ارزښتونو او نورو ملي ایډیالونو پوهېدنه او زده کړه خورا مهمه او دې ارمان ته د رسېدو لپاره د هغه لومړنۍ موخه ده .
دویم دا چې بل هېواد او نورو خلکو ته ددغو ارمانونورسول ،په داسې ډول ورپپژندنه چې پر هغو اغېزناک ،اغېز ولري .
د همدې اغېز له مخې او د هغه اهمیت ته په پام سره ده ، چې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ماهران او متخصیصین د عمومي ديپلوماسۍ پخواني سلسله مراتب : اقتصاد ، سیاست او فرهنګ ، په نامه سره ترتیبول ، خو ننني کارپوهان اوس هغه داسې سره ترتیبوي:
فرهنګ،اقتصاد،سیاست.
فرهنګ په خپله لمن کې د ډېرو نورو څانګو تر څنګ دغه پنځه اساسي ټکي رانغاړي:
دین،ژبه،تاریخ،حکومت او کورنۍ.
د نرم واک (Soft War)اصطلاح د لومړي ځل لپاره امریکايي جوزوف نای کارولې ده . هغه پر ۱۹۹۰م کال یو کتاب ولیکه .دهغه دا کتاب “د امریکایي واک د ماهیت بدلون” نومېده.ښاغلی نای د هارورد د پوهنتون د کنېډي د حکومتدارۍ د پوهنځي استاد وو. هغه پر ۲۰۰۴ کال بل یو کتاب ولیکه او خپل دا کتاب یې : “نرم واک : په نړیوالو سیاستونو کې د بري لاره” ونوماوه.
که څه هم له پخوا زمانو راهیسې د یوه ملت د فرهنګي اوښتون او بدلون لارې ، هغه جګړه، ګواښ او لاندې کول وو ، خو نن سبا دا کار د نرم قدرت یا فرهنګي ديپلوماسۍ له لارې کېږي .
نن سبا دغه دریځ لویو هېوادونو هم خپل کړی دی . نن د نړۍ یو ستر هېواد چین دی . د هغه هېواد د کمونست ګوند یو مشر د هغه هېواد د کمونست ګوند په يوه کنګره کې په رسمي توګه د نرم واک د زیاتېدو خبره یاده کړه.
نرم واک د یوه ملت د خلکو پر زړه او ذهن لاسبري دی.
دا کار اوس ستر هېوادونه له دې لارو تر سره کوي:
د نورو هېوادونوفرهنګ پېژندنه ، دهغو پر دود دستور ، مذهبي عقایدو او ارزښتونو پوهېدنه ، د خپلو ملي ګټو د پېژندنې او بیا د ترلاسه راوړلو لپاره ، په هماغه ټاکلي ساحه یا هېواد کې د فرهنګي مرکزونو ، د ژبو د زده کړو ، د ماهرانو او محصلینو د د روزلو، د ځېنو روزنځایونو جوړول او پرانستل . په نړیوالو یا دوه اخیزو فرهنګي غونډو ، کنفرانسونو او ناستو او ولاړو کې ګډون هغه بله لاره ده چې داسیاست عملي کوي .
اوس به وګورو چې د زورواکۍ او نرم واک ځانګړتیاوې څنګه دي

د تېرې برخې لینک:http://nunn.asia/leekani/articles/9294-%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%A9%D9%8A-%D8%AF%D9%8A%D9%BE%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%8A-%D8%AF%D9%88%DB%8C%D9%85%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87

:نوربیا
کیف – اوکراین

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x