شعـــــرونه

ولسمشره راته غوږ شه!

هلال مهاجر

ولسمشره راته غوږ شه
ولسمشره تاته وایم
ولسمشره زړه مې درد کړي
ولسمشره زړه مې خوړین ده
نور مې حال دبرداشت ندی
نور مې توان او طاقت لاړو
د ولس په غم رنځور یم
د هیواد په درد خوګمن یم
پرې دردېږم او کړیږم
ولسمشره خفه نه شې
نن یې سپینې درته وایم
داچې ته یې نن مشري کړې
دغه هم دچا هیواد دی
دچا خاوره
دا هیواد هم دچا ځاله
دا هیواد هم دچا کور ده
دا هیواد هم دچا زړه ده
دا هیواد هم دچا قبر
ولسمشره پدې خاوره
ولسمشره پدې غولي
ولسمشره پدې تخت
ډېر درانه خلک تیر شوي
داسې خلك یې مشران وه
چې تاریخ کې یې سیال نشته
په نامه یې جهان ویاړي
تر قرنونو به یادیږي
داسې خلک او هستۍ وې
چې ایمان اوعقیدې ته
یې نړۍ ګوته په غاښ وه
ستا په څیربې واکه نه وو
ستا په څېر غلامان نه وو
دهیواد اصیل بچیان وو
په هیواد باندې یې زړه سؤو
په ولس یې تراحم کړو
نه به غلې وې نه قتلونه
سره جوړ وو ولسونه
ولسمشره ستا مشری کې
نوره ټول ولس مزې کړي
یو پښتون په غم کاکړ ده
یو پښتون ملت تباشو
دپښتون مېله سپیره شوه
د پښتون په کورچاپې وې
د پښتون کور کنډوله شو
د پښتون وینه تویږي
د پښتون غوښې وریتیږي
پښتانه ځورول کیږي

ولسمشره راته غوږ شه
ولسمشره تاته وایم
ټوله غله دړاماران دي
پخواني ټوپک ماران دي
کمونیست اوپاټکیان دي
کابینه کې راټول کړي
د هیواد شته یې ټول غلا کړل
د هیواد مرمر یې خرڅ کړل
د هیواد په ځنګلونو یې اوربل کړو
ولسمشره له تاواخله له وزیره
له وزیره ترمدیره له مدیره
تر ماموره له ماموره ترعسکره
واړه غله یاست
د ولس غوښو ته ناست یاست
له ولس څرمنې باسئ
د ولس قیصه کې نه یاست
په ولس دی اور بلیږي
په ولس دی مرمۍ اوري
خوچې تاسوته وی امن
اوبادار مو پرې خوشحال وي

ولسمشره راته غوږ شه
ولسمشره تاته وایم
د افغان تاریخ دې سپک کړو
د افغان نوم دې بدنام کړو
افغانان دې شرمنده کړل
افغانان دی تېر ایستلي
چې يې تاته رایې درکړي
ته یې جوړ دځان بادشاه کړې
خو خیر دې باندې ډاډه یم
په پښتوکي دا متل ده
چې تکلیف پسې راحت وي
ګوره نن وي که صباوي
بادشاهي به دې ختمیږي
دا نظام به دې ړنګیږی
یو شرعي نظام به راشي
الهي نظام به راشي
قراني نظام به راشي
بیا به هرخوا امنیت وي
هم به مینه محبت وي
کډه بار به دنفرت وي
ټول ولس به سره یوشي
یو به غږ یو به قوت وي
افغانان به اتلان وي
په نړۍ کې به اوچت وي
ــــــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۸،۵،۲۷،
هـــــلال، مــــهــــاجر
دهجرت دیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x