اشرف غني نړیواله صلیبي جګړه پر مخ وړي

 احمدالله حسین خیل

صلیبي جنګونه ډېر له پخوا څخه شروع شوي؛ او هر وخت کفارو دمسلمانان پر خلاف مختلفې دسیسې کارولي دي؛ او یو وخت یې هم مسلمانان په کرار نه دي پریښي او نه به دمسلمانانو ځورولو څخه لاس واخلي .

صلیبیانو په دې جنګونو کې ناروا او نه بښونکي ظلمونه کړي؛ دښځو، سپینګیرو او ماشومانو په شمول یې زیاتې وینې تویې کړي آن تر دې چې ماشومان او زنانه یې په اورونو کباب کړي او دمور په مخ کې یې ورته دخپل بچي کباب کړې غوښې خوړلي.

تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو هم ورسره نه ستړي کیدونکې مبارزې کړي او کفاروته یې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي؛ خو خدای خبر چې اوس زموږ پر ځینو مسلمانانو څه وشول؟ چې دمسلمانان څنګ یې پرېښود او صلیبیانو سره دهغوی جګړه پر مخ وړي او داسې کاږه دلایل ورته تراشي چې هیڅ دمنلو وړ نه دي ددې پر ځای چې اسلامي، نبوي څوارلس نیم سوه کاله مخکنۍ شروع شوې جګړه وګټي په هغې خاورې اړوي او دمسلمانانو هغه قربانۍ تر پښو لاندې کوي چې کلونه کلونه یې ګالي؛ بلکې دخپلو مسلمانانو پر وړاندې دصلیبیانو جګړه ګټي آیا داسې خلکو ته به تاریخ دمسلمان خطاب وکړي یا به یې هم وستایي؟ نه هیڅکله نه صلیبیانو تل داسې هڅې کړي چې په خپل شنه زور سره مسلمانان دځان تابع کړي او خپل مفسد اغراض او کفري، شیطاني عقاید په کې ترویج کړي او داسلام هغه تاریخي کارنامې او سپېڅلي عقاید او عنعنات ددوی له ذهن څخه وباسي خو نه توانېدلي.

خو داځل صلیبیانو بله لار غوره کړه؛ دصلیب جنګ ګټلو لپاره له هغو خلکو کار واخیست چې عام خلک یې دمسلمانانو په نوم پېژني یو له هغو نه هم اشرف غني او دده معتقدین دي؛ دا هغه خلک دي چي صلیبي جکړه پر مخ وړي.

ددې خبرې ښه مثال داشرف غني وروستۍ څرګندونې دي چې په مونیخ غونډه کې یې نړیوالو سره شریکې کړې نوموړي دمونیخ په غونډه کې وویل چې افغانستان دا وخت دشلو ۲۰ هغو تروریستي ډلو سره په جنګ کې ښکېل ده چې امریکا او ملګرو ملتونو ته ګواښ دي، ددې خبرې دا معنا چې هغه مسلمانې ډلې چې کفري نړۍ ته خطر لري موږ ورسره دوښمني لرو.

بل یو ښه مثال یې د ډاکتر فیض محمد ځلاند یوه تلویزوني مرکه ده چې له یوه خبریال سره یې کړې، په مرکه کې ښاغلی ځلاند دافغانستان پر موجوده حکومت ډېرې نیوکې کړي چې یوه یې داده: دامریکا پخوانی ولسمشر بش چې کله افغانستان ته راغی او دافغانستان روان وضیعت یې ولید او هغه خلک یې بر سر اقتدار ولیدل چې ټول ټوپک ماران، پخواني مفسدین او زور واکان دي؛ نو مخې سره یې سپنې ماڼۍ ته مخه کړه او هلته یې خپلو مشاورینو ته وویل چې افغانستان حکومت کې خو ټول هغه جګړه ماران او نا اهله داړه ماران ننوتل چې عوامو کې هیڅ محبوبیت نه لري او په داسې صورت کې خو حکومتولي نه را منځته کیږي؛ خو داخبره دامریکا استخباراتو سي ای اې ورسره ونه منله چې نه! همدا هغه خلک دي زموږ جګړه پر مخ وړي یعنې موږ چې کومه نړیواله صلیبي جګړه شروع کړې همدا خلک یې راته پر مخ وړي اشرف غني تل داسې څرګندونې کوي چې ګواکې دی له مسلمانانو څخه پوزې ته راغلی ده او کفارو ته پنا وروړي داخبرې صراحتا ددې خبرې شاهدي ورکوي چې اشرف غني او متحدین یې صلبي جګړه پر مخ وړي او بل هیڅ نوم موږ ورته نه شو ورکولای.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

3 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    اسلام علیکم احمدالله حسین خیل صاحب زماپه نظر دادصلیبیانو جنګ نه دۍ دمشرکینو سیکولرانو جنګ دی څوورځی دمخه تاونه لیدل چه پاپ وویل مسلمانان تروریست نه دی ظالم حکومتونه ترورست دی نن په تمامه دنیاکی یوډیرلږحتی که ووایم بی ختم دی ،نصاراوګوره په اروپااوامریکاکی لویی ښایسته کلیساوی دی دوی اوس تنها دیکشنبی په ورخ عبادت کوی په ټوله کلیساکی ۲۰کسه هم نه وی هغه هم هغه څه وایی چه په انجیل هیڅ تعلق نه لری خوحکومتونه پر مهربانه دی ډیرپه کافی اندازه مصرف یی ورکوی موږ چه وځان ته ښه مسلمانان وایوملاایمامان می دعوامو په ټوک ژوند کوی مسجدونه می خوار اودلمونځ ګوزاروډک دی- داشرفغنی حکومت کمونسټ حکومت دۍ چه دالبقر په سوره کی الله فرمایی:واذالقواللذین امنوقالو آمنواقالو آمنا ج وذاخلواالی شیطینهم قالوانمانحن مستهزءون.۱۴(البقره ۱۴)معنی: اوهرکله چه ملاقات کوی دهغوخلکو سره چه ایمان یی راوړۍ دۍ نووایی ایمان راوړۍ دۍ موږاوهرکله چه ځان له سی دخپلوشیطانانو سره نووایی چه موږخوستاسوسره یوبیشکه موږخوټوکی کوونکی یو.آیااشرفغنی دغسی ونه کړل دکمپاین پروخت یی تسبیح په لاس لنګوټه تړلی دهرمسلمان سره په خبروکی ځان مسلمان ښووۍ چه قدرت ته ورسید داروپااوامریکاڅخه یی خلکیان دده رقم ملحدین راوغوښتل اووزیران اوریسان یی کړل دانصارانه دی ملحد(دین پریښوونکۍ )دۍ ددی مرګ هرمومن ته لکه دلیونی سپی داروادۍ داشعوری کمونسټان دی داسی نه دی لکه عسکریی چه دکمونسټ په معنی نه پوهیږی.په احترام

  2. الجاج استاذ بیانزی

    وایی خری ته ګوره د صحرا شپی ته ګوره ، د صلیبی جنګونه د هغو صلیبیانو له خوا تر سره کیږی او چریان لری چه نومونه یی هم د صلبیانو اویهودانو دی اشرف غنی سره د دی چه یو غلام دی مګر دا چه نوم اشرف غنی دی هغوی د صلیبی جنګو د قوماندی سپیڅلتیا اشرف غنی غوندی غلامانو ته نه ورکوی . هغوی ته د اشرف غنی وزن معلوم دی ، څوک چه د خبلو خلکو ، خاوری او خپلواکی سودا له نورو سره کوی هغه تر ټولو ذلیله مخلوق دی همدا پوشتنه چا له هیتلر څخه کړی وه چه دومره هیوادونه دی فتح کړل څوک درته ښه او څوک درته بد په نظر کی راغلی وو یعنی د چا سره دی مینه او د چا سره دی کرکه پیدا شوه . هیتلر ځواب ورکړو د هغوی سره می مینه حقیقی مینه پیدا شوه چه زمونږ په ضد چبهاتو کی چنګیدل د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی دفاع یی کوله ، او دهغوی سره می کرکه وه ، چه د خپلو خلکو ، خاوری او خپلږاکی په ضد یی زنومونږ سره ملتیا لرله مونږ ورته معاشونه او پوستونه ورکول هغوی غلامان وو که نن یی خپل خلک په مونږ خرڅ کړل که یی په مونږ زور بر شو مونږ په نورو او نورو خرڅولی شی مننه

  3. دې منافق دله هر چیرته خپل څوس وواهه خو هیچیرته ته یې هم خپله وظیفه سر ته نده رسولې او تر اخره پرې پاتې شوی ندی !
    کله چې صلیبیانو په افغانستان حمله وکړه نو ډير بې کاره او بې استعداده کوڅه ډبو مزدورانو افغانستان ته ور ودانګل
    چې په مرداره کې خپله شوکه وکړي، نو غني هم ور ودانګل او لکه دمردارې سپی ورته پروت وو او په وعدو او قسمو یې پښتانه غلط کړل ، کله چې په ارګ ننوت نو دټولو په مخ یې ور تف کړل حتا خپل تخلص احمدزی یې هم پرېښوود !
    دې احمق خپل دین ، مذهب تاريخ ټول هېر کړي ځکه چه په رډه خوله يې امام حسن او حسین دخدای پاک زامن وبلل !!! نو له داسې مذدوره څه ګيله؟ هغه خپل ناموس هم خرڅوي، هم دی پوهیږي او هم يې باداران چې دوی داسلام
    په خلاف جګړه کوي نو دا مذدور به بل څه ووایې ترڅو چې ټول اروپایان یې وواوري چې ګویا ددوی پيسې دتروریستانو
    دې له منځه وړلو لپاره مصرفيږي او ددې وینا متن یې هم cia او bnd ورته جوړ کړی دی!
    نالت په چوپړا غني فاسد !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.