د هاوان په مرمۍ د یوې ناوي په ګډون ۳ میرمني مړې او یو کس ټپی شو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۶، ۱۳۹۵ل): د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالي کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه کور لګېدلې چې له امله یې د یوې ناوي په ګډون ۳ میرمني وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د پيښي قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د کاپیسا والي رسنیو ته وویل چې پېښه د اله سای ولسوالۍ په شېرخیل کلي کې هغه وخت را منځته شوه کله چې پر یوه کور باندي د هاوان مرمۍ ولګېدله.

نوموړي وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هاوان چا ویشتلی وو.

باید وویل شي چې په جګړو کې عموما د دولتي ځواکونو له لوري هاوانونه او د لویو توپونو ډزي کیږي چې له امله یې د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو په وینا زیات ملکي تلفات اوړي.

د ملګرو ملتونو د یوناما د حقوق بشر ادارې د ملکي تلفاتو د تېر کال په راپور کې دولتي ځواکونو ته ۲۴ سلنه ملکي تلفات منسوب کړي وه چې اکثره یې د هاوانونو، توپونو او هوايي بمباریو له وجي را منځته شوي وه.

د حقوق بشر ادارې په خپل راپور کې دولتي ځواکونو ته توصیه کړې وه چې په ملکي ساحو کې د جګړې پر مهال د هاوان، توپ او هوايي بمبار څخه استفاده ونه کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.