د بچه بازۍ پر ضد قانون جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۶، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د بچه بازۍ پر ضد نوی قانون چمتو شوی او ټاکل شوې چې په نیژدې راتلونکې کې تصویب او عملي شي.

د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکو دغه خبر رسنیو ته تایید کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به بچه بازي یو جرم وبلل شي او په وړاندي به یې سزاګاني وټاکل شي.

د عدليې وزارت ویاند امان ریاضت رسنیو ته ویلي چې د نوي قانون لومړۍ دوسیه ترتیب شوې او د وزیرانو د شورا له لوري تصویب شوې هم ده.

نوموړي وویل چې له دې وروسته به هر هغه څوک مجرم بلل کیږي چې د ماشومانو څخه د جنسي غریزې د اشباع په توګه کار اخلي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د افغانستان حکومت وروسته تر هغه دغه قانون جوړوي چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو څخه د جنسي اړیکو لپاره کار اخیستل کیږي او هغوی د عسکرو سره په پوستو کې ساتل کیږي چې له امله یې طالبانو هم د هغوی له دغه کمزورۍ څخه استفاده کړې او دولتي عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور زیاتوي چې طالبان د هغو ځوانانو څخه استفاده کوي چې مخکې د عسکرو له لوري د جنسي غریزې لپاره استخدام شوي وي او اوس غواړي انتقام واخلي.

د عسکرو په لیکو کې د هلکانو پر سر جګړو، له کورونو څخه هلکان تښتول او یا موټرو څخه د هلکانو کښته کول او همداسي د طالبانو له لوري د قرباني شویو هلکانو استخدام د نړیوالو بشري سازمانونه توجه را جلب کړه او په نړیوالو رسنیو کې دغه موضوع مطرح شوه چې بالآخره حکومت په دې وروستیو کې دغه یوه جدي ستونزه وبلله او په وړاندي یې د قانون جوړولو امادګي وښودله.

د افغانستان د بشري حقوقو مستقله اداره وايي چې اکثره هلکان په پوستو کې په مکرر ډول تر جنسي تیریو لاندي راځی او د جنسي غلامانو په حیث ساتل کیږي چې ددغه هلکانو پر عصبي توازن هم بد تاثیر کوي او همدا هلکان چې سبا ځوانان شي په ورته او یا بدترو کړنو لاس پوري کوي او د ځان لپاره جنسي غلامان ساتي.

دوی وايي چې اکثره هغه ځوانان چې مخکې د جنسي تشدد او جنسي اړیکو ښکار شوي وي، هغوی په خپل وار تر ځان کشران په ورته توګه استخداموي او دا لړۍ روانه ساتل کیږي.

3 تبصرې

  1. محمد عبدالله الخراسانی

    ورونو زه فکر کوم دغسی تصویر له داسی مضمون سره ورکول سم کار ندی

  2. الجاج استاذ بیانزی

    افغانستان د هغه هیواد او هیوادو له خوا اشغال دی چه هلته بچه بازی قانونی حیثیت لری یعنی قانونی نکاح کولی او ساتلی شی نه یواځی نارینه هلته بچه بازی کوی ښځی د ښځو سره زنا بازی او هلکان د هلکانو سره قانونی بچه بازی کوی، په عملی بڼه کی نکاج له منځه تللی هغوی چه ځانو ته مذهبی وایی تش په نامه نکاح لری په جنسی اړیکو کی یودبل سره مستقل دی ښه مثال یی بیل کلینټن او د هغه میرمن هیلری کلینټن او یا اوسنی جمهور ریس او یا اوباما د هغه چا سره واده درلود چه دعملیاتو په واسطه یی له ځانه میرمن جوړ ه کړی وه هغه دوه لونه یی هم له نورو ساتلی وی .
    حتی غنی د رولا غنی سره به چنسی اړیکو کی یو له بله استقلال ځکه لری چه دوی د فری میسنری غړیتوب لری کوم چه په نکاح او انسانی اخلاقو عقیده نه لری یا یی په مخالف قطب کی قرار لری د همدغه امله یی دوهم متفکر ورته ویلی هغه د اشغالګرو ډیر وفادار او عقیده مند ملګری دی ، هغه د بچه بازی دضد په نوم د بچه بازی د قانونی کولو هڅی لری ، داسی دوه قانوونه به چږړ کړی چه بچه بازی بکی بنده او بل به داسی قانون وی چه بچه بازی بکی قانونی حیثیت لری مننه

  3. قانون څه مانا لري ؟؟ بچه بازي ، زنا او داسې نور خو په اسلام کې منع دي او په کلکه جزا محکومیږي !داخو نو داسې
    مانا لري چې اسلام ددې خلقو په منځ کې نشته او اوس دغه ګناه او فحشا په قانون بندوي خو دا ټول درواغ دي څکه
    چې قانون دوی نه تطبیق کولی شي اونه یې غواړي او دا ټول درواغ دي !! ددوی دالري پلرونه ټول دزنا او بچه بازي په
    کوڅه کې لوی شوي دي ( لیبراله دیموکراسي )

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.