غزل/ فکر مل طالب

فکرمل طالب

خیال می ټول ځولئ ځولئ دعا دعا دی
نن مــې راوړې قافیــیــو کې دعاګانې

مونږ ژړا کوؤ دعرش مالک ته ژاړو
ستا قبلیږی خندیدو کی دعاګانې

لیمی لپه کړه اسمان ته مخاطب شه
راته وکړه نن په تلــو کی دعاګانې

دګلاب په بخملي شونډو سجده ږدم
تاته کانــدم پــسرلو کی دعاګانی

فرښتی به پری امین نه وایی ولی
ما تل کړی سیپارو کی دعاګانی

د مېړانې غیرت غر غازی دلبر ته
همېشه کوم لمونځو کې دعاګانې

د زړګي له خراسانه د عرش لورته
عرض کومه په سلګوکې دعاګا

چه اشناته می دیوال دحفاظت شی
“فکرمل” کړم تَوَجُو کې دعاګانـې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.