د فاریاب اوسیدونکي د واورې له امله د بشري ناورین سره مخ دي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۶، ۱۳۹۵ل): په فاریاب ولایت کې د واورو د زیات اورښت له امله د دغه ولایت په زرګونو اوسیدونکي متاثره شوي او تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب والي سید انور سادات رسنیو ته ویلي چې د واورو د زیات اورښت له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر اوسه ۱۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳۶ کسان نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي چې واورو له امله لاري بندي شوي او شاوخوا ۴۸ زره څاروي ورک او تر واورو لاندي شوي دي.

سادات ویلي چې د یادو اورښتونو له امله دوه روغتیايي مرکزونه او ۲۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د قرمقل ولسوالۍ ودانۍ هم له منځه تللې ده.

نوموړي ویلي چې پر دې سربېره ۴۸۰۰ کورونه زیانمن شوی دي.

د سادات په وینا دغه شمېري يې د امنیتي ځواکونو او روغتیايي بنسټونو له لوري له قربانیانو سره د همکایو په ترڅ کې راټولي کړي دي.

نوموړي له دولت او بشري مرستندویه موسسو څخه غوښتي چې ژر تر ژره فاریاب ته خوراکي توکي، لباس او نغدي مرستي ورسوي.

بل خوا په فاریاب ولایت کې د طالبانو مسؤولینو هم پر خپلو مشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره د هرې ممکنه لاري د فاریاب د ولسي وګړو لپاره مرستې را جلب کړي او تر ملکي وګړو یې ورسوي ځکه چې په دغه ولایت کې خلک زیات متضرر شوي دي.

نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې د طالبانو سیاسي دفتر هم په دې اړه هڅي ګړندۍ کړي او د نړیوالو مرستندویه موسسو سره د اړیکو ټینګولو په هڅه کې دي.

د فاریاب طالبانو پر دولتي او غیر دولتي موسسو غږ کړی چې که ژر تر ژره تر ولسي وګړو رسیدګي ونه کړي او د هغوی ستونزي حل نه کړي، د مرګ ژوبلې کچه به لا زیاته شي.

دوی ویلي چې د هر راز بشري مرستو رسولو په خاطر له دولت سره ډزبندۍ ته هم تیار دي او د بشري مرستو د کاروانونو امنیت به هم خوندي کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.