
ایساف: د کابل په پرونۍ چاودنه کې مرګ-ژوبله نلرو
نن ټکی آسیا: ایساف ومنله ، چې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د دوی د ځواکونو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې ده.
د ایساف د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه پرون د کابل په ده سبر ولسوالۍ کې د دوی پر یوه موټر شوې.
خبرپاڼه کاږي، چې په پېښه کې موټر تخریب شوی، خو سرتېرو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو د پېښي مسؤلیت په غاړه اخستی او زیاتوي چې په دې چاودنه کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.