نړۍ

په لنډي کوتل کې بند پاته افغانانو په لاریون لاس پوري کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۶، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د تورخم لاره د مسافرو پرمخ تړلې، د پاکستان په اړخ کې په سلګونو افغانان چې غوښتل یې افغانستان ته سفر وکړي، بند پاته دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم شاوخوا ۳۰۰ کسان د لنډي کوتل په بازار کې د تورخم لاري پرانیستلو ته په انتظار دي.

دغو کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د لنډي کوتل په مسجدونو کې پناه اخیستې وه او له بازارونو څخه یې خوراکي توکي تر لاسه کول خو اوس وايي چې له مسجدونو څخه شړل شوي او دومره وس نه لري چې له بازاره خوراک رانیسي.

د ډان نیوز ویب پاڼي په وینا بند پاتو افغانانو په لاریون لاس پوري کړی او د پاکستان امنیتي ځواکونو څخه یې غوښتي چې دوی ته د تګ لاره پرانیستل شي.

د ورځپاڼي په وینا شاوخوا ۱۰۰ کسانو چې ټوله یې نارینه دي، د لنډي کوتل په لوی مسجد کې پناه اخیستې او په سمیټې ځمکه باندې یخي شپې سبا کوي او ځیني نور یې د دوکانونو مخې ته په یخو شپو کې پراته وي.

دوی د یخ څخه د ځان ساتني لپاره هیڅ نه لري او نه هم تر اوسه بل چا ورسره مرسته کړې ده.

د عبدالخالق په نامه یوه افغان رسنیو ته ویلي چې له مسجده د دوی شړل یو غیر انساني عمل دی، د هغه په وینا دوی خپل هیواد ته نه پرېښودل کیږي او دلته د خدای په کور کې هم ورته ځای نه ورکول کیږي.

نوموړي ویلي چې دلته را ټول شوي اکثره افغانان دومره وس نه لري چې بیرته پېښور ته ولاړ شي. نوموړي غوښتنه کړې چې د انساني خواخوږۍ پر اساس دې بیرته خپل هیواد ته ولیږدل شي.

د شېر علي په نامه یوه بل افغان د لنډي کوتل خلکو دا کار چې دوی ته یې په خپلو حجرو او میلمستونونو کې ځای ورنه کړ، د پښتني اخلاقو او دودونو خلاف وباله.

نوموړي وویل چې دوی په خپله خوښه دلته نه دي پراته او چې څرنګه د تورخم دروازه پرانیستل شي په همغه لحظه به له پاکستان څخه ووزي.

د ورځپاڼي په وینا د لنډي کوتل ځايي چارواکو وروسته پر هغوی خوراکي توکي وویشل او دعوت یې ورکړ چې د لارې تر خلاصیدو پورې په تبلیغي مرکز کې انتظار وکړي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د وروستیو وسلوالو او بمي بریدونو له امله د دې هیواد پوځ د «رد الفساد» په نامه عملیات اعلان کړي او ویلي یې دي چې په دغه عملیاتو کې به ډیورنډ کرښې افغان اړخ ته هغه وسلوال هم په نښه کوي چې د کرښې هاخواته اوسیږي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

د پاکستاني رسنیو په وینا د دې هیواد پوځ له افغانستان سره د سرحدونو تر تړلو وروسته امر کړی چې په غیر قانوني توګه تلونکي راتلونکي مسافر به په ډزو ویشتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x