علم/ اميد خُرم

اميدخرم

څه تنکي ګلان دی علم خپروي
شمعي پتنګان دی علم خپروي

دغه طالبان دی علم خپروي
روڼ مسير لارويان علم خپروي

جهل دښمنان دی علم خپروي
دغه زيړ ګلان علم خپروي

ستايه يې خرمه علم خپروي
څه تنکي ګلان دی علم خپروي

مې وژني عالمه علم خپروي
پاک رسول لارويان علم خپروي

ستړي دعرفان علم خپروي
دا زمونږ کاروان علم خپروي

وچه ډوډي خوري علم خپروي
ځان ستړي کوی علم خپروي

اوښکې تويوي علم خپروي
جهل ختموي علم خپروي

علم زده کوي علم خپروي
خرم يې هڅوي ځکه علم خپروي

څه تنکي ګلان دی علم خپروي

اميد خُرم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.