دیني، سیرت او تاریخ

لوبې د اسلام په رڼا کې

مفتي نقيب احمد

کرکيټ (cricket) ، فوټبال (football) ، او داسې نوري لوبي کول ډير قسمه نيتونه لري او په هر نيت يې حکم توپير لري ځكه اعمال د نيت په سبب مختلف کيږي.

لومړی : د تفريح (خوشحالي) په نيت

دویم : د عبث لهوه په نيت

درېيم : د بدن د روغتيا په نيت

څلورم : د جايزي (prize) تر لاسه کولو او مسابقې (سيالۍ) په نيت.

پنځم : دشرط لپاره په روپيو يا بل څه.

لومړی:
دتفريح (خوشحالي) په نيت لوبي کول جايز (روا) دي زموږ سپيڅلى شريعت د انسانانو د طبيعي خوشحالي مخالف نه بلکې زامن ده.

نو ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي : (روّحوا القلوب ساعةً فساعةً) ابوداود

ژباړه : تاسو خوشحال کړئ زړونه شیبه په شیبه.

دویم:
د عبث په نيت لوبي کول حرام کار ده د عبث مانا دا ده: چي نه د دنيا ګټه لري نه د اخيرت د مسلمان لپاره هر عبث لهوه کار حرام ده پرته له دريو څیزونو :

1 : لوبې کول له خپلي میرمنې سره.

2 : آس ته تعليم ورکول.

3 : ازموينه تمرين کول د خپل قوس (لېندۍ) .

ځکه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمایي :

(کل لهو المسلم حرام الا ثلاثة ملاعبته اهله و تأديبه لفرسه و مناضلته بقوسه)

ژباړه: د مسلمان لپاره هر عبث لهوه کار حرام ده سوا له دريو څیزونو :

1 : لوبې کول له خپلي میرمنې سره.

2 : آس ته تعليم ورکول.

3 : ازموينه تمرين کول د خپل قوس (ليندي) آلي د ويشتلو.

درېيم:
د بدن د روغتيا په نيت هم روا دي ځكه دا د بدن لپاره يوه درملنه بلل کيږي او د اسلام سپيڅلى دين د انسانانو د روغتيا موافق ده لكه څنګه چې وينو چي د اسلام ستر لارښود صلى الله عليه وسلم د انسانانو د درملني په موخه ګڼ شمير طبي نسخې ښوولې.

تکملة فتح الملهم (ټوک 10 مخ 381)

څلورم:
د جايزي(prize) اخيستلو او مسابقي (سيالۍ) لپاره نه ده روا ځكه د مسابقې(سيالۍ) د جواز (رواوالي) لپاره دا شرط ده په دغو څلورو شيانو کي به يې.

اول : د آس ځغلول

دوهم : د اوښ ځغلول

دريم : د غشو ويشتل

څلورم : په پښو ځغليدل

که له دغو څلورو نه بيل کومه بله لوبه کي مسابقه (سيالۍ) نه ده روا.

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمایي :
{لا سبق الا في خف وحافر ونصال}
ژباړه : سيالۍ نشته سوا له دريو شيانو
اوښ ځغلول، آس ځغلول، د غشو ويشتل .

او دا څلورم چي په پښو ځغليدا کي سيالي ده د هغه رواوالى له بل حديث شريف نه معلوميږي

عائشه رضى الله عنها فرمایي :
ما او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د پښو په ځغليدلو کي سيالي وکړه زه تر رسول عليه السلام مخته شوم کله چي زه چاغه شوم بيا مو سيالي وکړه رسول عليه السلام تر ما مخته شو.

نو له ياد حديث نه څرګنده شوه چي د پښو ځغليدلو کي هم سيالي کول روا ده نو ځكه علماوو په يادو څلورو شيانو کي سيالي روا بللي.

الموسوعة الفقهية (ټوک 24 مخ 125)
و ذهب الحنفية ان شرط جواز السباق ان يکون في انواع اربعة الحافر،والخف، والنصل، والقدم لا في غيرها

بدائع الصنائع (ټوک 5مخ 305)
سراج الساري (مخ 137)

پنځم:
که شرط په کي و بيا نه ده روا ځكه بيا قمار بلل کيږي هغه روا جايزه نه ده.
او قمار قطعي حرام ده الله جل جلاله وايي :

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلٰمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطٰنِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [سُوۡرَةُ المَائدة : 90] البحوث في القضايا الفقهية(ټوک 1 مخ 231)

ای مؤمنانو! په یقیني توګه شراب، جواري (قمار)، درشلې (بتان) او د فال نيولو غشي ټول ناولي او شيطاني كارونه دي. له هغو څخه ډډه وکړئ، هيله ده چي تاسي ته به برى در په برخه شي.

#یادونه: یادو قسمونو ته هغه لوبې ویشل شوي چي لمونځ پرېښوول، د عورت ښکارېدنه، او د داسې نورو ناروا اعمالو لامل به نه ګرځي
که د یادو ګناوو یا دېته ورته ګناوو لامل ګرځیدل بیا مطلق ناروا دې که په هر نیت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x