دیني، سیرت او تاریخ

اسلامي ژورناليزم ته اړتيا

احمدضيا خبيب
د اسلام اوکفرجګره له لومړي پېره تراوسه روانه ده، اوترقيامته به همداسي جاري وي، خوددې جګړې په فکري اړخ کې ژورناليزم هم ډېر رول لري.

اسلامي ژورناليزم ته د اړتيا په اړه يو شميرعلماوو له قران کريم اونوروشرعي مراجعودلايل راوړي، قال الله تعالی: «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ » علماء کرام فرمايي ، چې دژورناليزم ډګرکې دکفرمقابله ترټولومهمه ده اوپه هره برخه کې بايد مسلمانان ځانونه تيارکړي. بل ځای الله تعالي فرمايي: «ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ » اود دعوت حکمت دادی، چې په مناسبه وسيله ترخپلوخلکو ورسول شي، اوهغه بياد ژورناليزم ډګردی، چې يومسلمان کولای شي، چې خلکوته په لږوخت کې خپل اسلامي پيغام ورسوي.

نن سبا اسلامي امت ژورناليزم ته ډېره اړتيالري؛ مسلمانان خپل غږ ترخپلو مسلمانانو وروڼو نه شي رسولي، مسمانان يوه داسې مرجع نه لري چې اعتمادپرې وکړي، دغرب تر ښکلاک لاندې رسنۍ چې کوم ناوړه تبليغات کوي ډېرمسلمانان پکې راګيردي اوځواب نشي کولاي دهمدې ښکلاکي رسنيوله امله، درښتتني اودروغجن، ظالم اومظلوم توپيرله خلکوورک شوی.

د دې ټولومشکلاتوحل يوازې اسلامي ژورنالېستان کولاي شي چې دخپل دين پوره خدمت وکړي، اودمظلوم ملت پيغام نړۍ ته ورسوي.

که موږ وګوروغربي ژورنالېستانو يوه لحظه هم په خپلوشومواوناوړه تبليغاتوکې دمسلمانانودسپکاوي اواختلاف اچولودريغ نه دی کړی، داسلامي ټولنې رواجونه بدلول، خلکوته اسلام سخت دريځه دين ښکارول، نوي نسل ته غربي فکر ورکول اوپه جامعه کې مذهبي اوقومي اختلافات پيداکول ددوي يواځنۍ موخه ده، چې شپه او ورځ ددې لپاره کارکوي.

د مثال په ډول هروخت په لوېديځو رسنيوکې دجنسي اړيکو په راپارونه راپورونه راځي، چې دا زموږ په نوي نسل ډير بد اغيېز لري، همدا شان نورې هم داسې خپرونې کوي چې زموږ پر ټولنه منفي اثر لري.

ددي له پاره چې له مسلمانان ددغه زهرجن سيلاب مخه ونيسي، نويوا زنۍ چاره يې داده چې بايد مسلمانان داسې يواسلامي ژورناليزم له پاره کاروکړي، چې دمسلمانانو دحق، صدق اوعدل قضيه په رښتنې توګه وڅاري اوترنړيوالويې ورسوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x